هغه خځلې بېرته د سېلانیانو کورونو ته استول کېږي چې پارک کې یې پرېږدي

د خپرېدو وخت

که د تایلنډ په دغه ملي پارک کې چا خځلې یا د خوړو پاتې شوني یوه بل لور ته وغورځول، بېرته یې کورونو پورې ورسېږي.

مسوولین وايي، د دې چارې هدف دا دی چې په طبیعت کې د خځلو او پاتې شوني غورځولو مخنیوي لپاره خلکو ته یوه یادونه وشي.

د تایلنډ چاپیریال وزیر وايي، هغو کسانو ته به کچره بېرته استول کېږي، چې بنکاک ته نژدې مشهور خاو یای نومي ملي طبیعي پارک کې تش بوتلونه، د خوړو پاتې شوني یا نورې خځلې یوه بل لور ته غورځوي.

دغه راز به د دې کسانو نومونه له پولیس سره هم ثبتېږي.

هغه سیلانیان چې دغه پارک لیدو ته ورځي، د ننوتو پر مهال به مسوولینو ته خپل ادرس هم ورکوي، چې د کچرې بېرته استولو کې اساني وي.

د چاپېریال وزیر واراوت سیلفا ارچا پر خپله فېسبوک پاڼه د هغو پاتې شونو تصویر خپور کړی، چې په یوه کارتن کې ایښي او بېرته به هغو کسانو ته استول کېږي، چې غورځولي یې دي.

له دغه تصویر سره یو خبرداری هم لیکل شوی، چې وايي:

''ستاسې کچره بېرته تاسې ته استول کېږي. ''

چارواکي وايي، هدف خلکو ته یادونه ده، چې په طبیعي پارک کې خځلې غورځول جرم دی، چې تر پنځو کلونو پورې زندان سزا او درنه جریمه لرلای شي.

په کارتن کې له تشو بوتلونو، ډبیو او کاغذي پوښونو سره په یوه یادونه کې لیکل شوي:

''تاسې دغه څېزونه په خاو یای ملي پارک کې هېر کړي وو. ''

چارواکي وايي، دغه شیان ښايي د هغو حیواناتو لپاره مضر وي، چې ښايي د خوړلو هڅه یې وکړي.

خاو یای ملي پارک چې د تایلنډ پلازمېنې بنکاک شمال ختیځ لور ته پروت دی، له ۲۰۰۰ مربع کیلومتره زیاته ساحه یې په بر کې نیولې او پر غرونو او غونډیو د ختلو شوقیان ډېر ورځي.

دا په تایلنډ کې له ډېرو پخوانیو ملي پارکونو یو دی او د سمسورو غونډیو، بهاندو اوبو او حیواناتو له کبله ډېر مشهور دی.