د امریکا پخواني ولسمشر لمسی د نیکه هډونه له قبره را ایستل غواړي

د خپرېدو وخت

د امریکا متحدو ایالتونو یوه پخواني ولسمشر وارن جي هارډینګ لمسي یو قانوني کمپاین پیل کړی دی او غواړي د ښاغلي هارډینګ هډونه د کره پېژندګلوۍ لپاره له قبره راوایستل شي. ښاغلی هارډینګ د امریکا ۲۹ م ولسمشر و.

نوموړی د ۱۹۲۱ او ۱۹۲۳ کلونو تر منځ د امریکا ولسمشر و او له مېرمن نن برایټون سره یې له دندې مخکې او هغه مهال چې ولسمشر هم و، له واده پرته اړیکي درلودل.

د ښاغلي هارډینګ لمسي جیمز بلایزینګ یوې محکمې ته وویل، غواړي له 'ساینسي ثبوت ' سره خپل میراث ثابت کړي. خو د هارډینګ کورنۍ نورو غړو له دغې عریضې سره مخالفت کړی، چې مې میاشت کې وړاندې شوې.

دوی وايي، د ډي این اي ثبوتونو له مخې مني چې ښاغلی بلایزینګ د الیزابیت ان بلایزینګ زوی دی، چې د ښاغلي هارډینګ او نن برایټون لور وه.

د ولسمشر هارډېنګ او مېرمن برایټون اړیکې

دغه اړیکي له هغه وروسته برالا شول چې ښاغلی هارډینګ د دندې پر مهال په ۱۹۲۳ کال کې د زړه درېدو له کبله ومړ.

اغلې برایټون په ۱۹۲۷ کال کې د ولسمشر لور په نامه یو کتاب ولیکه او د دې اړیکو یادونه یې وکړه.

وروسته په ۲۰۱۵ کال کې یوه جینیټک معاینه کې د ښاغلي بلایزینګ او د ښاغلي هارډینګ دوو نورو خپلوانو تر منځ د ډي این اي ورته والی ثابت شو.

د انسیسټري ټکی کام میراثي ډي این اي څانګې له ښاغلي هارډینګ سره د ښاغلي بلایزینګ بیالوژیکي تړاو رسماً ثبت کړ.

خو له دې سره د ۱۹۲۰ کال په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه د یوې پېړۍ بشپړېدو سره سم شکایتونه رابرسېره شوي دي.

اوس جنجال پر څه خبره دی؟

د هارډینګ خپل، خپلوان په دې مناسبت اوهایو په ماریون ښارګوټي کې یو هغه ځای یادګاري مراسم لمانځي او ولسمشریز مرکز ترمیموي چې ولسمشر هارډینګ پکې ۱۸۶۵ کال کې زېږېدلی و.

خو ښاغلی بلایزینګ وايي، ده او مور ته یې په نوي موزیم کې هغه حیثیت نه دی ورکړل شوی، چې حقدار یې دي.

نوموړی وايي:

''ما په ۲۰۱۵ کال کې معاینه وکړه او ټولو ته په دې هکله معلومه شوه، خو اوس دا دی ۲۰۲۰ کال دی او هېڅا هیڅ پوښتنه و نه کړه. ''

بل لور ته د ولسمشر هارډینګ د هډونو را ایستلو قانوني غوښتنه د کورنۍ نورو غړو ننګولې ده. یوه خپلوان یې محکمې ته وویل:

''په خواشینۍ سره چې د کورنۍ، مورخینو، ژوند لیک لیکونکو او ولس منل او بیا (خپله د ښاغلي بلایزینګ منل) هم د ده لپاره کافي نه دي. ''

اوهاویو تاریخی تړاو نومې ادره چې د ښاغلي هارډینګ کور او یادګار پالنه او ساتنه کوي وايي، د کورنۍ خپلمنځي شخړه کې ښکېل نه دي.

خو دغه خیریه اداره وايي، دوی د ۲۰۱۵ کال معاینې پایله د یوه (حقیقت) په توګه مني او پلان لري چې د نوي موزیم یوه برخه مېرمن برایټون او د هغې لور ته ځانګړې کړي.