پوهنتون د قبایلي کسانو ککرۍ د هغوی اولادونو ته وسپارلې

د خپرېدو وخت

اډنبرا پوهنتون د شري لنکا یوې قبیلې د نهو مړیو ککرۍ د هغوی اولادونو ته سپارلې دي. ماهرین وايي، دغه هډونه د شري لنکا د 'ویدا ' قبیلې د نیکونو دي چې ښايي ۲۰۰ کاله پخواني دي.

ویل کېږي دغه ککرۍ له نژدې یوې پېړۍ راهیسې د پوهنتون په هغه ټولګه یا کلیکسون کې ایښې وې چې د انساني بدن غړي پکې ساتل کېږي.

اوس دغه ککرۍ په ځانګړو مراسمو کې د ویدا قبیلې مشر وانیا اوروارییجي ته سپارل شوې دي. نوموړي په دې هکله وویل:

''ویدا ټولنې ته مړي ډېر مهم دي. موږ هر کال د هغو کسانو یاد لپاره ځانګړي مراسم لرو چې اوس له موږ سره ژوندي نه دي. ''

نوموړي زیاته کړه، ''که څه هم د دغو کسانو هډونه دلته اډنبرا کې وو، خو د دوی روحونه هلته له موږ سره شري لنکا کې پاتې و. اوس د دوی د روحونو او هډونو یو ځای کولو لپاره زه د پوهنتون مسوولینو مننه کوم. دا زموږ د خلکو لپاره ډېر خاص وخت دی. ''

په جرمني کې یوې څېړنې او دغه راز د اډنبرا پوهنتون معلومات ثابتوي چې ویدا قبیله د شري لنکا له لومړنیو اوسېدونکو دي.

دغه معلومات دا هم ښيي چې د دغې قبیلې خلک د خوړو لټون لپاره په باراني ځنګلونو کې له نورو انسانانو لېرې اوسېدل.

اوس د دغې قبیلې کسان غواړي د خپلو نیکونو ککرۍ په داسې یوه تاریخي ټولګه کې نندارې ته وړاندې کړي چې د ځنګلونو اوسېدونکو او دودیزو ښکاریانو په توګه د دوی تاریخ ثابتوي.

څېړونکي وايي، د دغې قبیلې د پخوانیو دودیز ژوند د کورنیو جګړو او ځمکو له لاسه وتلو له کبله د دوو نسلونو ژوند په موده کې بدل شوی دی.

بل لور ته د پوهنتون اناتومي څانګې مشر پروفیسر ټام ګیلینګواټر وايي:

''زموږ دغه ټولګه د څېړنې لپاره استعمالیده او اوس موږ ډېر خوښ یو چې له کلتوري اړخه دغه مهم پاتې شوني ویدا خلکو ته بېرته ورکوو، ځکه چې دا به راتلونکو نسلونو ته د ویدا میراث په توګه وښوول شي. ''