د ۲۶ زره ډالرو ارزښت لاسي بکس ضبط شوی دی

د خپرېدو وخت

اسټرالیايي چارواکو د تمساح له پوټکي یو چمتو شوی ښځینه لاسي بکس‌ 'دستکول ' چې له جوازه پرته له بهره وارد شوی و، ضبط کړی دی.

ویل کېږي، دغه بکس ۲۶ زره اسټرالیايي ډالره ارزښت لري، چې نژدې ۱۴ زره پاونډه کېږي او په فرانسه کې له سنټ لارینټ نومي پلورنځي اخیستل شوی و.

اسټرالیايي سرحدي پولیسو په پرت کې دغه بکس نیولی او ویل کېږي، له منځه به وړل کېږي.

اسټرالیایان کولای شي د قانون له مخې له بهره د تمساح له پوټکي چمتو شوي تولیدات وارد کړي، خو د دې لپاره د ۷۰ اسټرالیايي ډالرو بدل کې ځانګړې اجازه اخیستل کېږي.

د اسټرالیا چاپېریال چارو وزیرې په دې تړاو ویلي، دا یوه 'ګران بیه یادونه ' ده چې لومړی د اسنادو بشپړول او جواز اخیستل څومره مهمه چاره ده.

د بکس پېرودونکې ښځې د بکس لپاره ۲۶ زره ۳۱۳ اسټرالیايي ډالره بیه ورکړې ده او د چاپېریال، اوبو او کرنې اړوند چارواکي وايي، په دې لړ کې نور څه کولو ته اړتیا نه شته.

په اسټرالیا کې د قانون له مخې د طبیعي حیات سوداګرۍ اړوند جرمونو لپاره تر ۱۰ کاله زندان سزا ورکول کېدای شي او دغه راز د جریمې کچه یې ښايي تر دوه سوه ۲۲ زره اسټرالیايي ډالرو پورې ورسېږي.

دغه هېواد اوسېدونکو ته د تمساح له پوټکي د چمتو شویو مصنوعاتو اجازه ورکول کېږي، خو چارې یې د هغو ژویو چې له ورکېدو سره مخامخ دي، د کنوانسون (سي ای ټي ای ایس) له مخې څارل کېږي.

د چاپېریال وزیره سوزان لې وايي:

''موږ باید د انلاین پېر او پلور پر مهال غور وکړو، چې څه رانیسو، ځکه د حیواناتو له پوټکي د چمتو شویو مصنوعاتو سوداګري مخنیوی د ځنګلي ژویو تنوع لپاره خورا مهمه چاره ده. ''

د نوموړې په وینا حکومت اسټرالیا ته د وارد شویو او له دې هېواده د صادرېدونکو توکو کلکه څارنه کوي، چې په خبره یې د طبیعي حیات د غیرقانوني سوداګرۍ مخه ونیول شي.