تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: د امریکا ملي امنیت سلاکار یې نیولی؛ سره زر د تاریخ تر ټولو لوړې بیې ته ختلي
سپینې ماڼۍ منلې ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په کورونا وېروس اخته شوی دی. ۵۴ کلن ښاغلي اوبراین ځان قرنطین کړی دی او د اوس لپاره له کوره کار کوي.
د سپینې ماڼۍ اعلامیه وایي، رابرټ اوبراین جدي علایم نه لري او داسې وېره هم نشته چې ولسمشر ټرمپ یا مرستیال یې مایک پېنس ترېنه په کورونا وېروس اخته شوي وي.
ښاغلی اوبراین د ولسمشر ټرمپ د ادارې تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې په کورونا وېروس اخته کېږي.
نوموړی تېر ځل دوه اوونۍ وړاندې میامي ښار ته د سفر پر مهال له ولسمشر ټرمپ سره یو ځای لیدل شوی.
خو یوه چارواکي ویلي چې ښاغلي اوبراین په تېرو څو ورځو کې ولسمشر ټرمپ سره نه دي لیدلي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې له ۱۶ میلیونو اوښتې دي او نږدې شپږ نیم لکه کسان ترې مړه شوي دي.
امریکا لا هم د مثبتو پېښو او مړینو له پلوه په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.
نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو رېکارډ بیه:
د دوشنبې پر ورځ د نړۍ په بازارونو کې د یو اونس سرو زرو بیه ۱۹۴۴ امریکایي ډالرو ته وختله، چې په تاریخ کې یې تر ټولو لوړه بیه ده.
د امریکا او چین ترمنځ روان سیاسي او سوداګریز کړکېچ او د کورونا وېروس نړیوالې وبا په ټوله نړۍ کې پانګوال وارخطا کړي دي.
شنونکي وایي، ګڼ پانګوال غواړي چې خپله شتمني په سم ځای کې خوندي کړي او له همدې کبله یې د سرو زرو رانیولو ته مخه کړې ده.
د روان کال په اوږدو کې په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیه ۲۸ سلنه لوړه شوې ده.
همدا راز د امریکایي ډالرو په ارزښت کې کموالی هم د دې لامل شوی دی چې نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې لوړې شي.
په ورته وخت کې چینایي چارواکو په چېنګډو ښار کې د امریکا د کونسلګرۍ ودانۍ په خپله ولکه کې اخیستې ده.
چین دا ګام وروسته له هغه پورته کړ چې امریکا د ټکزاس ایالت په هوسټن کې د چین کونسلګري ور وتړله.
له دې سره د امریکایي ډالر بیه هم له ۲۰۱۸ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدله، او سره زر ورسره ګران شول.
د امریکا مرکزي بانک او د فدرالي زېرمو بانک به دا اوونۍ د کورونا وېروس وضعیت او له چین سره د امریکا د ترینګلو اړیکو په اړه غونډه کوي او د راتلونکي لپاره به پالیسي ټاکي.