د سعودي پاچا سلمان روغتون کې بستر شو

د خپرېدو وخت

د سعودي حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز د ناروغۍ له امله روغتون کې بستر شو. د دې رپوټونو له مخې ملک سلمان د صفرا کڅوړې له پړسوب رنځېږي او د ریاض ښار یوه روغتون کې درملل کېږي.

رسنیو او چارواکو د دې خبر نور جزییات نه دي ډاګیز کړي. ملک سلمان ۸۴ کلن دی.

نوموړی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې پاچا شوی، د روغتیا په هکله یې تل ګومانونه کېږي او ویل کېږی چې یو ځل یې مغزي سکته کړې وه او د چپ لاس حرکت یې ور سره محدود شوی دی.

ملک سلمان څوک دی؟

سلمان "د سدیري زامنو" ډلې په نوم د سلطنتي کورنۍ د یوه ځواکمن ښاخ غړی دی.

نوموړی د سعودي د پاچاهۍ د بنسټګر ملک عبدالعزیز د حصه بنت احمد السدیري په نوم له مېرمنې په اوو زامنو کې یو دی. د السدیري څو زامن اوس هم ژوندي دي او د شاهۍ کورنۍ له اغیزمنو څېرو بلل کیږي.

د سعودي دولت د بنسټګر او پخواني پاچا عبدالعزیز ۳۶ زامن او ۲۶ لوڼې لرلې.

د عبدالعزیز هغه شپږ زامن چې د سعودي پاچاهۍ ته رسېدلي دي:

  • پاچا سعود: ۱۹۵۳-۱۹۶۴
  • پاچا فیصل: ۱۹۶۴-۱۹۷۵
  • پاچا خالد: ۱۹۷۵-۱۹۸۲
  • پاچا فهد: ۱۹۸۲-۲۰۰۵
  • پاچا عبدالله: ۲۰۰۵-۲۰۱۵
  • پاچا سلمان: ۲۰۱۵ - تر اوسه

له پاچاهۍ مخکې ملک سلمان "بریالی" مدیر بلل کېده او د پلازمېنې ریاض د ښاروال په توګه یې د دغه ښار لرې پرتې سیمې او د دې ولایت مرکز په پرمختللي ښار بدل کړ.

دمګړۍ د سعودي سلطنتي کورنۍ د مراتبو سلسله کې محمد بن سلمان د پاچا سلمان ځایناستی او ولیعهد دی.

محمد بن سلمان پر ۲۰۱۶ کال د سعودي رسمي ولیعهد او د محمد بن نایف ځایناستی شو چې تېرو څو کلونو کې دوه ځلې نیول شوی هم دی.

محمد بن سلمان لومړیو کې د سمون او پرمختګ د ژمنو له امله نړیوال پام خپل کړ، خو د جمال خاشقچي بوږنوونکې وژنې سره یې- چې سي ای اې وايي، د محمد بن سلمان په امر وژل شوی- دا نوم خراب شو.

د عراق د لومړي وزیر سفر ځنډېدل

د ملک سلمان بسترېدو سره سعودي ته د عراق د لومړي وزیر نننی سفر هم وځنډېد.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له روغتون د ملک سلمان ستنېدو سره به دا سفر وشي.

د سعودي د بهرنیو چازو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود خپل ټوېټر کې لیکلي، د دې لیدنې اهمیت او بریالیتوب هیلو ته په پام دا سفر ځنډول شوی دی.

ټاکلې وه د عراق لومړی وزیر مصطفی کاظمي سعودي ته له تلو او د دغه هېواد له پاچا او ولیعهد سره تر لیدنې وروسته ایران ته لاړ او د ایران له مذهبي مشر او نورو مهمو چارواکو سره وګوري.

ډېر کارپوهان د ښاغلي کاظمي دا سفر د ریاض او تهران ترمنځ د منځګړتوب د هڅو په مانا بولي.