تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاچا سلمان: د امریکا پر پوځي مرکز برید کوونکی زموږ استازیتوب نه کوي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د سعودي عرب پاچا سلمان د امریکايي سمندري پوځ پر یوه مرکز د سعودي محصل وسله وال برید 'وحشیانه ' بللی دی.
ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې وايي، پاچا سلمان د 'زړه له تله د خواخوږۍ څرګندولو ' لپاره ورته ټیلیفون کړی.
د هوايي چلند دغه محصل په فلوریډا کې پخپله له وژل کېدو مخکې د ټوپک په ډزو درې کسان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.
برید ګر د امریکايي رسنیو لخوا د محمد سعید الشمراني په نامه یاد شوی، چې ویل کېږي پر پوځي مرکز برید کې یې د سپکې لاسې وسلې ډزې کړې دي.
د فلوریډا ګورنر یا والي ران ديسانتیس د برید په اړه وویل سعودي حکومت 'په پېښه کې د زیانمن شویو پوروړی شو '
څارګرې ادارې وايي، تر اوسه د برید انګیزه نه ده ورمعلومه شوې، خو په وینا له ترهګرۍ سره د تړاو له اړخه پرې غور کوي.
ولسمشر ټرمپ وايي:
''سعودي پاچا د زړه له تله د تسلیت څرګندولو لپاره ټیلیفون کړی و او په برید کې د وژل شویو او ټپي شویو جنګیالیو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. ''
ولسمشر ټرمپ زیاتوي:
''پاچا وايي، سعودیان د بریدګر د وحشیانه عمل له کبله ډېر غوسه او خواشیني دي او فکر کوي چې دا په هېڅ دلیل د سعودي خلکو د احساساتو استازیتوب نه کوي، چې له امریکایانو سره مینه لري. ''
د سعودي بهرنیو چارو وزارت په یوه ځانګړې اعلامیه کې دغه برید ' بوږنونکی ' بللی او زیاتوي چې دوی به یې په څېړنه کې 'بشپړه مرسته ' وکړي.
سعودي عرب په منځني ختیځ کې د امریکا مهم ملګری هېواد بلل کېږي او دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې پوځي پروګرام تبادله کوي.
خو دغه برید سره له بهره امریکا ته د پوځي زده کړو لپاره د ورتلونکو کسانو ارزونې بهیر په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي. دا روانه اونۍ په امریکايي پوځي اډه کې د ډزو دویمه پېښه ده.