د نړۍ کمیابه ګوریلا کلونه پس په انځورونو کې ولیدل شو

Cross River gorillas

د عکس سرچینه، WCS Nigeria

د عکس تشریح، د کراس رېور په نامه دا ګورېلا په کم شمېر کې پاتې دی او نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ دی
د خپرېدو وخت

له کلونو وروسته د یو کمیابه ګوریلا انځورونه خپاره شوي. په دې انځورونو کې ښکاري چې د دې ګوریلاو یوه ډله د سویلي نایجریا په غرونو کې له خپلو بچیانو سره ګرځي.‌

داسې ګومان کېږي چې په نړۍ کې د (کراس رېور) په نامه دا حیوان یوازې د ۳۰۰ په شمېر کې پاتې دی،‌ او طبیعت ساتونکي اندېښنه لري چې د ګوریلا دا نسل د ورکېدو خطر سره مخ دی.‌

خو د نایجریا د ځنګلي ژویو د خوندیتابه اداره وایي، دې انځورونو دوی ته هیله ورکړې او تمه شته چې د دې حیوان نسل به ژوندی پاتې شي.

دا انځورونه د روان کال په پیل کې اخیستل شوي، او د طبیعت ساتونکو لپاره د لا ډېرې خوښۍ خبره دا ده چې په انځورونو کې د دې ګوریلا نوي زېږېدلي بچي هم ښکاري.

چارواکي وایي، دا انځورونه د (اېمبي) غرونو کې نسب شویو پټو کامرو اخیستي دي.

Cross River gorillas

د عکس سرچینه، WCS

د عکس تشریح، دا ګوریلا د نایجریا او کامرون په غرونو کې ژوند کوي، خو له انسانانو لېرې ګرځي

‌د وحشي ژویو صندوق (WWF) وایي، د (کراس رېور) به نامه دا حیوان د ګوریلا تر ټولو کمیابه نسل دی.‌

دا ګوریلا له انسانانو وېره لري او ترېنه لېرې ګرځي.‌ دوی د نورو ورته ژویو پرتله کوچني سرونه،‌ اوږده لاسونه او پیکه رنګه وېښتان لري.‌

ګومان کېږي چې دا ګوریلا د نایجریا او ګاونډي‌ کامرون هېواد په ځینو غرونو کې اوسي، خو ډېر کم لیدل کېږي.‌

چارواکي‌ وایي‌، د ګوریلا د دې نسل د ساتنې لپاره اړوندو ادارو سره همکاري کوي.‌