خاشقجي وژنه: ترکیه کې د ۲۰ سعودیانو غیابي محاکمه پیل شوه

خاشقجي

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

ترکیه کې یوې محکمې د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژنې په قضیه کې د شل سعودیانو غیابي محاکمه پیل کړې ده.

هغه د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې دننه وژل شوی و.

له محاکمه کېدونکو کسانو دوه د سعودي عرب د ځواکمن ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز پخواني نژدې سلاکاران دي.

ښاغلي خاشقجي پر ولیعهد سختې نیوکې کولې.

سعودي عرب د دې وژنې یوه ځانګړې محاکمه کړې چې نیوکې پرې شوې او نیمګړې بلل شوې ده.

په استانبول کې اوسنۍ محاکمه د دغې موضوع په هکله له پراخو اعتراضونو وروسته پیلېږي چې د ولیعهد شهرت یې زیانمن کړ.

ترک څارنوالان د سعودي عرب استخباراتو پخوانی مرستیال مشر احمد العسیري او د شاهي دربار رسنیزو چارو سلاکار سعود القحطاني تورنوي چې د دې عملیاتو مشري یې کړې او د سعودي وژونکو ډلې ته یې لارښوونه کړې.

په قضیه کې پر شاملو نورو اتلسو کسانو تور دی، چې ښاغلی خاشقجي یې زندۍ کړی دی. د نوموړي مړی نه دی موندل شوی.

ترک چارواکي وايي، د هغه مړی ټوټه شوی او یوه نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی. خبریال جمال خاشقجي د کونسلګرۍ ودانۍ ته د واده رسمي اسنادو ترلاسه کولو لپاره ورغلی و.

د اي ایف پي رپوټ وايي، د ښاغلي خاشقجي کوژدنه خدیجه چنګېز د سارايي محکمو پایله کې د وژل شویو کسانو په هکله ملګرو ملتونو ته په ځانګړې توګه د معلوماتو راټولونکې اګنیس کالامارد سره یو ځای محکمې ته وړاندې کېږي، چې دغه وژنه مخامخ په ولیعهد پورې اړوند بولي.

خدیجه چنکیز هیله منه ده چې دغه محاکمه به نوي ثبوتونه رابرسېره کړي او بالاخره به معلومه شي چې جمال خاشقجي ته څه ورپېښ شوي وو.
د عکس تشریح، خدیجه چنکېز هیله منه ده چې دغه محاکمه به نوي ثبوتونه رابرسېره کړي او بالاخره به معلومه شي چې جمال خاشقجي ته څه ورپېښ شوي وو.

سعودي چارواکو په لومړي سر کې دغه قضیه کې هر ډول ښکېلتیا رد کړه، خو وروسته یې دا (خپلسري عملیات) وبلل.

دسمبر میاشت کې یوې سعودي محکمې د جمال خاشقجي وژنې په تړاو پنځه کسان د اعدام په سزا محکوم کړل او درې نور یې زنداني کړل، خو دا یوه خفیه محاکمه وه او د تورنو کسانو نومونه نه دي یاد شوي.

سي ای اې او یو شمېر لوېدیځ حکومتونه باور کوي چې د دغې وژنې امر ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی، خو نوموړی دا تورونه ردوي.

د وژل کېدو پر مهال ۵۹ کلن جمال خاشقجي د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره د خبریالۍ دنده ترسره کوله.

خدیجه چنکېز هیله منه ده چې دغه محاکمه به نوي ثبوتونه رابرسېره کړي او بالاخره به معلومه شي چې جمال خاشقجي ته څه ورپېښ شوي وو.

نوموړې د ښاغلي خاشقجي وژل کېدو پر ورځ د کونسلګرۍ ودانۍ مخکې هغه ته منتظره وه.