عمران خان: هند د کراچۍ برید کې لاس درلود او پلان یې ورته جوړ کړی و

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي‌ وزیر عمران خان د دوشنبې پر ورځ پر هند تور ولګاوه چې په کراچۍ ښار کې د ونډو پر بازار پروني برید کې یې لاس درلود او د دې برید پلان هم په هند کې جوړ شوی و.‌

د پاکستان قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې عمران خان وویل، هند د پاکستان بې ثباته کولو لپاره دا منصوبه جوړه کړې وه.‌ ښاغلي خان په خپله وینا کې وویل:

"دا برید یوه لویه غمیزه ده. هند ورته لوی پلان جوړ کړی و.‌ پاکستان یې بې ثباته کاوه.‌ بریدګر له ګڼو وسلو سره راغلي‌ وو".

د هند حکومت تر دې دمه د پاکستان د لومړي‌ وزیر دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بریدګرو د ممبی برید په څېر پلان درلود:

د پاکستان لومړي‌ وزیر ادعا وکړه چې بریدګرو غوښتل د هند ممبی ښار پر یوه مشهور هوټل د څو کاله پخواني‌ برید په څېر عمل ترسره کړي.‌

عمران خان د پاکستان قامي اسمبلۍ ته وویل،‌ بریدګرو غوښتل چې د ونډو د بازار ودانۍ ته ننووځي او هلته خلک یرغمل کړي.

د هغه په وینا، بریدګرو غوښتل چې بېګناه خلک ووژني او په پاکستان کې د بې باورۍ بې ثباتۍ فضا رامنځته کړي.

یاده دې وي‌ چې د پلوڅستان د ازادۍ پوځ په نامه بیلتونه پالې ډلې پرون یکشنبه د پاکستان کراچۍ ښار کې د ونډو پر بازار وسله وال برید وکړ.‌

په دې برید کې څلور بریدګر،‌ یو پولیس افسر او د ودانۍ دوه ساتونکي‌ ووژل شول، او ګڼ‌ نور ټپیان شول.‌

یادې ډلې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د "مجید بریګېډ" په نامه د دوی وسلوالې څانګې دا برید ترسره کړی و.‌

وسله وال یکشنبه سهار د موټرو د پارکنګ له لارې ودانۍ ته لار ومونده، او د لاسي بمونو په کارولو سره ور دننه شول.

له امنیتي‌ ځواکونو سره له نښتې وروسته ټول بریدګر او درې نور کسان ووژل شول.‌

لومړي وزیر عمران خان دوشنبه وویل،‌ د لویو ګواښونو په اړه یې دوه میاشتې وړاندې خپله کابینه خبره کړې وه او په دې موده کې د پاکستان ادارې د تیارسي په حالت کې وې.

عمران خان همدا راز ادعا وکړه چې پاکستاني ادارو په دې موده کې لږ تر لږه څلور لوی ترهګریز بریدونه شنډ کړي‌ دي.‌

د هغه په وینا، د پاکستان استخباراتو د دې بریدونو په اړه وار د مخه مالومات درلودل،‌ او داسې حالاتو سره مبارزې لپاره چمتو دي.