د نرسانو نړیواله ورځ: "کاش خلک زموږ په قدر پوهېدلی"

د خپرېدو وخت

په نړۍ کې پر کورونا وېروس څلور ملیونه وګړي اخته شوي او په ډېرو هېوادونو کې روغتونونه د سقوط له ګواښ سره مخ دی. د کوویډ-۱۹ وبا په راتګ سره په نړیواله کچه د نرسانو کار ته هم پام اوښتی دی.

همدوی دي چې ناروغانو ته حمام ورکوي، پاکوي یې، خواړه ورکوي او د دوی روغتیايي وضعیت څاري. خو له دومره زیار سره بیا هم د نرسانو معاشونه کم او د نړۍ په ډېرو برخو کې لا هم دوی لږ منل شوي دي.

د نرسانو نړیوالې ورځې په مناسب بي بي سي په بېلابېلو برخو کې له یو شمېر نرسانو سره د هغو ننګونو په اړه خبرې کړې دي چې دوی د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په وړاندې د مبارزې ډګر کې ورسره لاس او ګریوان دي.

د نرسانو ورځ هر کال د مۍ پر ۱۲ لمانځل کیږي، دا د بریتانوۍ فلورېنس نایټېنګل د زېږېدو ورځ ده. نوموړې یوه احصائیه پوهه او د عصري نرسنګ بنسټ اېښودونکې وه.

زموږ فعالیت هر چاته نه دی مالوم:

هسپانوۍ نرسه ماریا مورینو جیمېنز وايي کورونا وېروس ډېر چټګ او دومره غلیمانه و چې دوی یې په وړاندې د مبارزې لپاره د چمتو والي او پلان وخت ونه موند.

دا ۳۲ کلنه نرسه د بارسلونا روغتون د جدي مراقبت په خونه کې کار کوي. کله چې په دې ښار کې په مارچ میاشت کې کورونا وېروس وژونکې څپه خپره شوه ماریا او د هغې نورې همکارانې د شخصي خوندیتابه وسایلو کارولو لپاره دوه ساعته روزنه تر لاسه کړه او لږ وروسته د دې وبا په وړاندې د مبارزې لومړۍ کرښې ته ولاړې.

هغې بي بي سي ته وویل چې د کوویډ-۱۹ لومړی ناروغ چې شاوخوا اویا کلن و د مارچ په نیمايي کې یې ولیده. د یوې میاشتې پالنې په پایله کې د هغه ژوند وژغورل شو.

"کله چې مې هغه د جدي مراقبت وارډ کې ولید، زه ډېره خوشاله وم. هغه ته مې وویل چې زه به یې په جدي مراقبت خونه کې پالنه کوم"

ماریا وايي یوازې هغه کسان چې په روغتون کې یې درملنه شوې وي زموږ فعالیت لیدلی نور نه پوهیږي چې موږ څه کوو.

د اویا کلنو ناروغانو ژغورل:

ګابریلا سیرانو په امریکا کې نرسه ده او له هغې ورځې ښه خاطره لري چې د کوویډ-۱۹ لومړنۍ ناروغه یې له روغتونه رخصتولو.

ګابریلا وایي ناروغه ډېره خوشاله وه او کله مې چې هغه بهر ته ووېستله راته یې وویل چې ډېره خوشاله ده چې لمر ګوري او تازه هوا تنفس کوي.

اغلې سیرانو له اوو کلونو راهیسې نرسه ده. د کورونا وېروس وبا پرمهال یې د سان فرانسیسکو ښار څنډه کې په یوه روغتون کې کار کاوه.

"ما پر کوویډ-۱۹ د دوه اخته کسانو پالنه کوله د دواړو عمرونه له اویا کلونو لوړ وو . دواړه ورغېدل او همدا خبره ماته هیله را بښي".

۳۱ کلنې ګابریلا په تېرو دوه میاشتو کې د درې تنو مړینه لیدلې چې پر کورونا وېروس اخته نه وو.

دا وایي په لومړیو کې ناروغه په خبره پوهیدله خو خبرې یې نه شوای کولی. که څه هم دې ځواب نه شو راکولی خو ټول هغه څه مې ورته تشریح کړل چې ما د دې لپاره کول. په سبا دې ناروغ سترګې هم نه شوی غړولې.

روغتون د دې ناروغې د ژوند په وروستیو ساعتونو کې خپلوانو ته اجازه ورکړه چې هغه وګوري. خو هغې د کورنۍ نږدې غړي نه لرل او تر ټولو ښې ملګرې یې ځان له روغتونه لرې ساتلی وو.

ګابریلا وايي:

"زه یې خواته کېناستم، لاس مې یې په لاس کې ونیو او یوازې دومره مې ورته وویل چې هر څه به سم شي. دا چې زه هلته وم نو مطلب دې یو څوک لرل"

د کورونا وېروس له کبله پراخه وېره:

اوسمونډ سیلسټېن مانډا په تنزانیا کې د نرس په توګه کار کوي. دی وایي

"خلک له موږ سره له اړیکې ډېر وېریدلي. خو دا ښه ده ځکه ټول له خطر سره مخامخ دي".

دا ۲۸ کلن نرس د تنزانیا د تر ټولو لوی ښار دار السلام په نیوناټل روغتون په جدي مراقبت برخه کې کار کوي. دا روغتون د ناروغانو د کوویډ-۱۹ معاینې ترسره کوي او شکمن ناروغان قرنطین ځای ته لیږدوي.

اوسمونډ وايي د ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتون کې ترتیبات نیول شوي او د کورونا وېروس په اړه کمپاین دوام لري خو بیا هم په خلکو کې پراخه وېره شته.

دی وايي څو ورځې وړاندې یوې مېرمنې ماشوم وزيږاوه. ماشوم تنفسي ستونزه لري او اوس په جدي مراقبت خونه کې دی. خو دا وايي پر کوویډ-۱۹ د اخته کېدو له وېرې پلار د ماشوم او مور لیدلو ته روغتون رانغی.

له ټولو سره کار کول:

شانتی ټیریزا یکرا په دې نوم ګټلی چې په اندامان او نیکوبار ټاپو ګانو کې یې هغو قبایلو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره مټې را بډ وهلي چې په چټکۍ یې شمېر کمیږي.

هغې د جروا قبیلي د یوه پنځه کلن ماشوم چې له نمونیا کړېده او د شومپین قبیلې د هغې مېرمنې پالنه کوله چې اولاد یې نه کېده.

جروا قبیلي په ۱۹۹۷ کال کې له نورې نړۍ سره اړیکي ټینګ کړل. دا قبیله چې ژوند یې پر ښکار ولاړ دی او بربنډ ګرځي د بلیر بندر نه ۸۰ کیلومتره لرې په ځنګل کې ژوند کوي.

شانتي د بلیر په روغتون کې کار کوي. له روغتونه د ماشوم له رخصتیدو یوه اونۍ وروسته شانتي ځنګل ته ولاړه چې د ماشوم روغتیايي وضعیت وګوري.

دا وایي ماشوم بشپړ روغ شوی، د دوی په ژبه چې دا لږ پرې پوهېده ورته یې وویل چې د ځنګله وړاندې برخې ته ولاړ شي او هلته پاتې شي.

د زرګونو کلونو په اوږدو کې له نورو خلکو جلا اوسېدل د دوی لپاره چې ځايي اصلي اوسېدونکي دي، د یوه ډال په توګه ګټور تمام شوی.

خو د تېرې پیړۍ په اوږدو کې د ابادۍ په پراخېدو سره د دې قبیلو شمېر کم شوی او شانتي وايي چې اوس د جروا شاوخوا ۴۵۰ غړي ځنګل کې اوسیږي.

شانتي زیاتوي چې د دې قبیلې دغړو خونديتوب کمزوری دی او یوازې یو ناروغ کولی شي چې د دې قبیلې ټول غړي وګواښي.

۴۸ کلنه شانتي د هند له روغتیا ادارې سره له یو ځای کېدو وروسته نرسنګ زده کړ او اوس د یوې قابلې او مرسته کوونکي مېرمنې په توګه کار کوي.

دې ته د فلورنیس نایټنګل جایزه چې په هند کې د نرسانو لپاره تر ټولو لوړ مسلکي ویاړ دی ورکړل شوې ده.

دا وايي د خپل خوندیتابه په پام کې نیولو سره به د جروا قبیلې د وګړو حال اخلي.