"ایران کې د ۵ میلیارد ډالرو ورکېدل" او د ۲۵ بانکي کسانو قضايي تعقیب

رییسي

د عکس سرچینه، MIZAN

د خپرېدو وخت

د ایران د قضایه قوې مشر ابراهیم رییسي وايي، دې ادارې د محاسبو د دېوان د تېروتنې په هکله کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی.

په ورته مهال رپوټ دی چې د ایران د مرکزي بانک ۲۵ کارمنان "پیسو کې د سرغړونو" له امله له قضايي تعقیب سره مخ دي.

د تېر وري(حمل) پر ۲۶ د ایران د محاسبو دېوان مشر وویل، چې هغه نږدې څلور میلیارد او اته سوه میلیون ډالر دولتي پیسې چې پر ۹۷ کال صرافیو او واردوونکو ته ور کړل شوې، په بدل کې یې توکي نه دي وارد شوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دا رپوټ "د خلکو بدګوماني" او "سل په سله" ناسم وباله.

د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم وویل، دا رپوټ نه دی تازه شوی او زیاته یې کړه، واردوونکو پر ۱/۵ میلیارد ډالرو ژمنه عمل نه دی کړی او حکومت هم په دې هکله له اړوند ادارو سره اندېښنه شریکه کړې ده.

خو اوس د قضايه قوې مشر ابراهیم رییسي وايي، د محاسبو دېوان د ۹۷ کال بودیجه يي ضایعاتو په رپوټ کې د کومې تېروتنې یا شک په هکله یې رپوټ نه دی ترلاسه کړی.

د ښاغلي رییسي په خبره، ان د رپوټ پر کره توب ټینګار شوی دی.

له بلې خوا د تهران څارنوال علي القاصي مهر د مرکزي بانک د ۲۵ کسانو د تعقیب خبره وکړه او زیاته یې کړه چې پر دوی د پیسو د سرغړونو تور دی.

ویل کېږي په دې کسانو کې د عمومي مدیر په کچه کارمنان هم شته.

د تهران څارنوال وایي، د ۹۷ کال د حکومتي مصوبې له مخې ټولې هغه پیسې چې هېواد ته د توکو واردولو لپاره ځانګړې شوې وې، نږدې ۲۳ میلیارد ډالر پکې د لومړنیو او ضروري توکو او اته میلیارد ډالر د نورو توکو لپاره وو.

له دې مصوبې وروسته د بې ضرورته توکو لپاره د پیسو ور کړه بنده شوه او ټاکلې وه چې پاتې پیسې حکومت ته بېرته وګرځول شي.

د هغه په خبره، دا پیسې چې له ۱۲ زره میلیارد تومنو ډېرې وې باید حکومت ته سپارل شوې وی.

اونۍ مخکې هم ابراهیم رییسي د پنځه میلیارد ورکو ډالرو په هکله د محاسبو دېوان د رپوټ له ویلو وروسته د تهران له څارنوالۍ وغوښتل چې دې موضوع ته رسیدګي وکړي.

هغه پر حکومت نیوکه وکړه چې فسادزېږ جوړښتونه یې سم نه کړل.

د محاسبو دېوان د ۹۷ کال بودیجه يي ضایعاتو رپوټ کې ویلي، ټولې دولتي پیسې چې واردوونکو ته دوه کاله مخکې ور کړل شوې، ۳۱ میلیارد ډالر وې، خو پر څلور میلیارد او ۸۰۰ میلیون ډالرو واردات نه دي شوي.