په نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړیو شمېر تر ۲۰۰ زرو اوښتی

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورونا وېروس په اړه د جانز هاپکنز پوهنتون چمتو شوې شمېرې ښيي، چې په ټوله نړۍ کې د دغه وېروس له کبله تر اوسه تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان مړه شوي او پرې د اخته شویو کسانو شمېر درېیو میلیونو ته نژدې شوی، خو په ځینو هېوادونو کې یې کچه رالوېدلې ده.
یوازې په امریکا کې له دې وېروس د مړو شویو شمېر تر ۵۰ زرو اوښتی دی، چې په ګرده نړۍ کې دا تر ټولو لوړه شمېر ګڼل شوې ده.
شمېرې ښيي، چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۲٫۸ میلیونو اوښتی دی.
د روان کال د جنورۍ پر ۱۱مه په چین کې د دغه وېروس له کبله لومړنۍ مړینه ثبت شوې وه.
امریکا، ایټالیا او اسپانیا د نورو هېوادونو پر تله دغه وېروس ډېر ځپلي دي.
په برتانیا کې هم دغه وېروس تر ۲۰ زرو ډېر کسان وژلي، چې دا وروستۍ کره شمېره نه ده.
فرانسه کې هم ۲۲٫۶۱۴ کسان مړه شوي.
د هېوادونو پرتلنه ناممکنه ده
د روغتیا اړوندو چارواکو ویلي، د اعلان شویو مړینو کچه تل په هر هېواد کې د بشپړ وضعیت انځور نه شي ورکولی.
د بېلګې په توګه، په امریکا کې د نورو هېوادونو پرتله د کورونا وېروس له کبله تر ټولو لوړه مړینه ثبت شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو دغه هېواد د ۳۳۰ میلیون وګړو په لرلو سره د نړۍ تر ډېرو هېوادونو مخکې دی، چې په دې هېواد کې د پنځو لویو لوېدیځو هېوادونو - بریتانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پرتله ډېر وګړي اوسېږي.
په ځینو هېوادونو کې د مړینو کچه د محاسبې پر ډول پورې اړه لري. ځینې هېوادونه د مړینې کچه یوازې په روغتونونو کې د مړو شویو کسانو له شمېرو سره سمه خپروي، ځینې نور بیا د عمر خوړلو وګړو پالنځیو کې د مړینې کچه اعلانوي.
د بېلګې په توګه، په بلجیم کې چې ۱۱٫۴ میلیون وګړي لري، د ۶۹۱۷ کسانو مړینه اعلان شوې ده. د دغې شمېرې تر نیمايي ډېره یې د بوډاګانو پر پالنځیو پورې تړاو لري چې ګڼې پېښې یې مشکوکې ګڼل شوې ده.
په ورته وخت کې په ورته وخت کې تېره ورځ (شنبه/ اپرېل ۲۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وویل، د کورونا وېروس له امله په ۲۴ ساعتونو کې د (کوویډ-۱۹) ۴۲۳ مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې ۱۳۳ یې مثبتې وې او په دې سره په ټول افغانستان کې ددې پېښو شمېره ۱۴۶۳ ته لوړه شوه.





















