تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مینې ټاپو پخوانۍ ستورې د بوډاګانو پالونکې شوه
د مینې ټاپو پخوانۍ ستورې ملین انډرسن د کورونا وېروس د وبا خپرېدو پسې د بوډاګانو پالنې او خدمت ته مخه کړې ده.
ملین انډرسن خپله سیمه(بېډفورډ شیر) کې د بوډاګانو مراقبت او پالنه د ځان لپاره یوه ښکلې او متواضعانه تجربه بولي.
له دې مخکې یې د خپلې مور پالنه او خدمت کړی چې د ۲۰۱۷ کال نومبر کې مړه شوه:
"کور کې کېناستلی نه شم، مهارت او ټرېنینګ یې لرم. د پیسو لپاره یې نه کوم، بلکې ډېر سکون او خوشالي را کوي".
دا ۲۶ کلنه ستورې- چې پر ۲۰۱۶ کال د مینې ټاپو دویمه لړۍ کې څرګنده شوه- اوس هیله منه ده چې په ځای به یې د هنر صنعت ته بل څوک لاړ شي:
"اوس پالنې ته له بل هر وخت اړتیا ده".
نوموړې زیاتوي، هیڅکله یې داسې فکر نه و کړی، چې یوه ورځ به پالونکې شي، مګر اوس چې پالونکې ده، دا باور هم لري چې دا دنده له کورونايي پړاو تېرېدلو کې ور سره مرسته کوي:
"له بسترې یې پورته کوم، لمبوم یې، جامې یې بدلوم، درمل یې ور کوم، کیسې ور سره کوم. زه ښايي یوازنۍ څوک یم چې له دوی سره خبرې کوم او دې سره زما او دوی لپاره یوه تشه ډکېږي".
اغلې انډرسن وايي، یوازې اوسېدلې او دا د یوازیتوب حالت یې ښه درک کړی دی.
" یوازیتوب کې لېونی کېدلی شې، ځکه دا اړیکي پالل ډېر مهم دي. ویاړم چې بدلون مې را وستلی دی".
بوډاګان له کورونا وېروس ډېر زیانګالي بلل کېږي، خو اغلې انډرسن وايي، له دوی په کورونا وېروس د اخته کېدو وېره هم ور سره نشته:
"په ژوند کې مې ډېرې لوړې ژورې ولیدې، په ډار کې مې ژوند نه دی کړی".
په سرطان یې د مور له مړه کېدو دوه کلونه وروسته له مودې مخکې د کانسي په نوم لور وزېږوله، خو هغه هم میاشت وروسته په روغتون کې مړه شوه.
نوموړې زیاتوي له دې بوږنوونکو پېښو وروسته یې شراب څښلو ته مخه کړه، خو دا یې هم زده کړل چې د خپل ځان بوخت ساتلو ته اړتیا لري:
"ځان ته به اجازه ور نه کړم چې هغې تیارې ته بیا لاړه شم، موږ ټول غوراوي لرو او ما اوس سمه لار غوره کړې ده".
په تلوېزوني پرده مشهوره شوې دا مېرمن د هیله منتیا، رواني روغتیا، غم، ژور خپګان او کورني تاوتریخوالي په هکله خپل پیغامونه د خواله رسنیو له لارې خپروي.