مسعود: د مصالحې شورا مشري نه منو؛ باید د ټاکنو پایلې باطلې او ګډ حکومت جوړ شي

د اسلامي جمعیت د ګوند مرستیال او د عبدالله عبدالله پلوی احمد ضیا مسعود

د عکس سرچینه، Ahmad Zia Massoud

د عکس تشریح، د اسلامي جمعیت د ګوند مرستیال او د عبدالله عبدالله پلوی احمد ضیا مسعود
د خپرېدو وخت

د اسلامي جمعیت د ګوند مرستیال او د عبدالله عبدالله ملاتړي احمد ضیا مسعود خبرداری ورکړی چې که د ثبات او همپالنې ټاکنډله د ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندیز پر بنسټ مصالحې عالي شورا ومني، دا ګوند به یې ملاتړ ونکړي.

ښاغلي مسعود بي بي سي ته وویل چې د سیاسي هوکړې پر بنسټ باید یو ګډ حکومت رامنځته شي، د ټاکنو پایلې باطلې او اجرایې صدارت جوړ شي.

ورته مهال د دې ګوند یوه بل غړي بي بي سي ته وویل چې ټاکل شوې نن پنجشنبه د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د ثبات او همپالنې ټاکنډلې طرحه وروستۍ شي او سبا به له منځګړي پلاوي سره شریکه شي چې ارګ ته یې ورسوي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیقي صدیقي وايي، ولسمشرغني او مرستیالان یې د سیاسي کړکېچ پای ته رسولو لپاره ژمن دي.

د عبدالله په ډله کې خپلمنځي اختلاف

ښکاري چې لاهم د مصالحې عالي شورا مشرتابه، په کابینه کې ۵۰ سلنه برخه، په اساسي قانون کې بدلون او همدارنګه د اجرايي صدارت جوړېدل د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د غړو ترمنځ دوه بېلابېل بحثونونه دي.

د اسلامي جمعیت ګوند د مصالحې عالي شورا د منلو کلک مخالف دی. د یاد ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود بي بي سي ته وویل، دوی غواړي په افغانستان کې دې د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو پایلې باطلې اعلان شي.

هغه خبرداری ورکړ چې که د ثبات او همپالنې ټاکنډله د مصالحې عالي شورا ومني د جمعیت ګوند به یې ملاتړ ونکړي:"د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند د سياسي جوړښت د بدلون، د ټاکنو د پايلو باطلېدو او د عادلانه سياسي مشارکت غوښتونکى دى. موږ باوري يو چې سياسي جوړښت د بدلون لپاره د لويې جرګې تر جوړېدو د صدارت اجرايي مقام دې رامنځته شي.

د ټاکنو پایلې باطلې اعلان شي او دواړو خواوو ته دې پنځوس- پنځوس سلنه برخه ورسېږي او د سياسي تفاهم پر بنسټ دې يو مشارکتي حکومت جوړ شي. جمعيت ګوند د مصالحې عالي شورا مشرتابه ته لېوالتيا نه لري. په اوسني وخت کې د سولې شورا مشر د ثبات او همپالنې د ټيم غړى دى. که د ثبات او همپالنې ډلې مشرتابه د مصالحې عالي شورا ومني، جمعيت يې ملاتړ نه کوي."

په تېرو دوو ورځو کې د ثبات او همپالنې ټیم سرچینو بي بي سي ته ویلي، د دې ډلې ځینو مشرانو د روغې جوړې یا مصالحې عالي شورا د مشرۍ ترڅنګ په کابینه کې پنځوس سلنه برخه منلی.

خو د جمعیت، وحدت، جنبش او ملي پیوند د ګوندونو مشرانو چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړي وو، تېره ورځ د کریم خلیلي په کور کې سره لیدلي دي.

په دې ناسته کې پخپله ښاغلي عبدالله ګډون نه درولود. د جمعیت ګوند یوه غړي محي الدین مهدي بي بي سي ته وویل، چې د غونډې ګډونوالو د جمعیت له دریځ نه ملاتړ وکړ او ټاکل شوې د ثبات او همپالنې د ټيم طرحه چې په کې د اساسي قانون بدلون او د صدارت رامنځ ته کول شامل دي، له منځګړیو سره شریکه شي.

.

د عکس سرچینه، Sediq Sediqqi

بل خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ډلې یو بل مشر محمد محقق بي بي سي سره په خبرو کې سره له دې چې په دغه ټیم کې اختلافونه ومنل، خو ټینګار یې وکړ چې دوی ټول د تفاهم غوښتونکي دي:

د حکومت دریځ څه دی؟

هاخوا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان حکومت د روانې سیاسې کشالې ژر هوارېدل غواړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، په بېلابېلو برخو کې په دوامداره توګه خبرې اترې روانې دي او په وینا یې ځینې پرمختګونه هم شوي دي.

د هغه په وینا ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه مرستیالان ژمن دي چې په هېواد کې روانې سیاسي ناندرۍ پای ته ورسوي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنډلو ترمنځ اختلافات له هغې وروسته زیات شول چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو پایله د ښاغلي غني په ګټه اعلان کړه.

خو ښاغلي عبدالله دا پایله رد کړه او دواړو په یوه ورځ لوړه وکړه اوس دواړه لوري هڅه کوي چې یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

تر اوسه د دوی دواړو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو ترڅنګ ځینو افغان سیاسي مشرانو هم د روغې جوړې هڅې کړې دي، چې لا تراوسه یې کومه ښکاره پایله نه ده لرلې.