تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې د تکنالوژۍ ښارګوټی؛ ځایي خلک یې ولې مخالفت کوي؟
- Author, فرنک ګارډنر
- دنده, د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د سعودي د بشري حقونو یوه لندن مېشتې فعاله ادعا کوي چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان ځینو ملاتړ په مرګ ګواښلې ده.
عُلیاء ابو تایه الحویطي بي بي سي ته وویل دا ګواښونه ورته د تیلیفون او ټویټر له لارې وروسته له هغه وشول چې دې د سعودي حکومت د هغه پلان په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړل چې له مخې یې د هېواد په شمال کې د یوې ځانګړې قبیلې وګړي له خپلو سیمو شړل کېږي.
د دې قبیلي وګړي د سره سمندر پر غاړه د نیوم په نوم د ۲۱ پیړۍ په عصري تکنالوژي سمبال ښار د جوړولو لپاره له دې سیمې وېستل کیږي.
مېرمن الحویطي وايي، خبرداری ورکړل شوی چې "په لندن کې هم زموږ لاس در رسیږي، ته فکر کوې چې هلته به خوندې یې، خو نه، ته خوندي نه یې"
هغې زیاته کړه چې ګواښ ورته شوی چې "د خاشقجې په څېر به ووژل شي".
خاشقجي هغه سعودی ژورنالست و چې پر محمد بن سلمان یې نیوکې کولې او په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د حکومتي کسانو له خوا ووژل شو او بدن یې ټوټې ټوټې کړل شو.
د لویدیځ استخباراتي ادارې وایي چې هغه د ولیعهد په امر ووژل شو خو سعودي حکومت دا خبره ردوي.
لس ورځې وړاندې د عبد الرحیم الحویطي په نوم یو تن یوه ویډیو پر انټرنټ خپره کړه او نړیوالو ته یې خبر ورکړ چې سعودي حکومتي ځواکونو هڅه کوي چې دی او د الحویطات قبیلې نور غړي د سعودي په شمال لویدیځ کې له خپلې تاریخې مینې وکوچوي چې د نیوم په نوم نوې پرمختیايي پروژه پلي کړي.
عُلیاء الحویطي چې دا ویډیویې پر انټرنټ تر نورو رسولې د همدې قبیلې اړونده ده.
په دې ویډیو کې عبدالرحیم الحویطي وايي چې د حکومت د هغې پرېکړې په وړاندې به دریږي چې له مخې یې دوی له خپلو مېنو وتلو ته اړ کوي.
دی وايي تمه یې داده چې چارواکي به د ده په کور کې وسله ځای پر ځای کړي چې دی مجرم ثابت کړي.
له دې ویډیو وروسته دی د سعودي امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
د سعودي د امنیتي ځواکونو له خوا یوه بیان کې د هغه د وژلو خبر ورکړل شو او ادعا وشوه چې نوموړي پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او دوی اړ شول چې د ډزو ځواب ووايي.
مېرمن الحویطي د چارواکو دا څرګندونې په کله رد کړې او ټینګار یې وکړ چې عبد الرحیم الحویطي هیڅ وسله نه لرله.
د چارشنبې په ورځ هغې د الحویطي د جنازې انځور او ویډیو خپره کړه چې د الخریبة کلي ته نږدې شوې وه.
د ګڼو امنیتي ځواکونو له شتون سره ، سره ښه ډېر شمېر کلیوالو په دې جنازه کې برخه اخستې وه.
حویطات هغه قبیله ده چې له پېړیو را هیسې د سعودي او اردن ترمنځ د ګډې پولې په شاوخوا کې ژوند کوي، دا د بدویانو ( کوچیانو) هغه قبیله ده چې په دودیز ډول پر ځان ډېر ویاړي او اوږد تاریخ لري.
دوی په تاریخ کې د زړورو جنګیالیو په توګه له درناوي برخمن دي. دوی د ۱۹۱۷ کال عربي انقلاب پرمهال د توماس اډورډ لورانس ترڅنګ جنګېدلي او هغه په خپلو حماسي یادښتونو ( د حکمت اوه پايي) کې هم د دوی یادونه کړې ده.
لورانس وايي، څه باندې شل کلن وم چې له دو سره مې د اردن وادي الرم په صحرا کې څو اوونۍ تېرې کړلې. هلته مې د دوی پر دودیز ژوند چې په چټکۍ د له منځه تللو په حال کې و یو نظر واچاوه.
خو اوس د دې قبیلې ډېرو کورنیوو د صحرا بدوي یا کوچیاني ژوند نه لاس اخیستی او په کورونو او کلیو کې میشت شوي دي.
مېرمن الحویطیي وايي: "دا خلک د تکنالوژۍ نوي ښار جوړولو مخالف نه دي، خو دوی نه غواړي چې له هغو مینو وشړل شي چې دوی څو نسله په کې اوسېدلي دي".
دا وايي د عبد الرحیم الحویطي اته تنه خپلوان له دې امله نیول شوي چې د دوی د شړلو د پرېکړې پرضد یې اعتراض کړی.
خو دا وايي له بشري حقونو فعالانو سره یو ځای په لویدیځ کې هڅه کوي چې دا مساله له حقوقي پلوه وننګوي.
د یوه معترض وژنه د ولیعهد محمد بن سلمان لپاره د یوه هیلمن پلان په وړاندې لومړنی خنډ نه دی. هغه پلان چې له مخې دی غواړي هېواد یې له مالي پلوه یوازې د تیلو پر صادراتو تکیه نه وي.
د جمال خاشقجي وژنې په سعودي کې د نړیوالو پانګوالو باور زیانمن کړ او د ولیعهد په اړه یې چې د سعودي واکمن ګڼل کیږي، د هغوی شک زیات کړ.
او په دې وروستیو کې د کورونا وېروس وبا نړیوال اقتصاد ته لوی زیان ورساوه او د تیلو بیه کې تاریخي کموالی راغی.
که د تیلو بیه په ډراماتیک ډول لوړه نه شي نو دا به ډېره ستونزمنه وي چې ریاض دې وکولی شي د دې پروژې مالي لګښت، چې شاوخوا ۵۰۰ ملیارده ډالره ښودل شوی پوره کړي.
د نیوم پروژه د ولیعهد د ۲۰۳۰ کال لرلید لویه برخه ګڼل کیږي چې د تیلو له سکتور هاخوا به د سعودیانو لپاره د پام وړ شمېر دندې رامنځته کړي.
چارواکي وايي د پروژې چارې پر سم لوري روانې دي . د یکشنبې پر ورځ یوه بیان کې وویل شول چې پروژه د ټاکل شوي مهال ویش سره سمه پرمخ ځي او په ۲۰۲۳ کال کې به د نیوم لومړی ښارګوټي جوړ شي.
خو له خپلو مېنو د خلکو په زور شړل، د یوه معترض وژنه او نور سخت ګواښونه به د دې پروژې په اړه د نړیوالو دریځ کې مثبت بدلون په وړاندې خنډ شي، هغه پروژه چې د ځینو په اند له جدي شک لاندې ده.