د کورونا وېروس له وبا وروسته به نړۍ کې انصاف او برابري ډېره شي؟

Women carry bags of food in Bangladesh

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بنګله دېش ښځې خواړ وړي.
    • Author, سټیفني هیګرټي
    • دنده, د وګړپوهنې خبریاله
  • د خپرېدو وخت

د کورونا وېروس نړیواله وبا ټول خلک په يو ډول نه ګواښي. ځينو ځانونه باغونو کې پيتاوي ته قرنطين کړي دي او یو شمېر نور بیا د خپل کور له وړو کړکیو بهر ته په حسرت ګوري.

څېړونکې وايي، دې وضعیت تر ډېره ځوانان او هغه مېرمنې د بې روزګارۍ له کړاو سره مخ کړې دي چې مخکې يې هم ګټه وټه کمه وه. دا بې توپيره پر خلکو اغېز کوي.

هغه کسان چې ژوند يې په ورځ مزدورۍ یا ورځانې روان و، د ګرځبندیز پر مهال خوړلو ته څه نه لري. دا وضعیت خواشينوونکی دی خو کړکېچ په هغه کچه هم نه دی چې بې وزله به لا فقیر کړي. مګر حالت خامخا بدلوي.

کله چې په ۲۰۰۸ کې برازیل له مالي کړکېچ سره مخ شو نو هلته ټولنیز خونديتابه ته پام ډېر شو او له کبله يې په دې برخه کې يوه شبکه رامنځ ته شوه.

بل خوا د نويمو کلونو په وروستیو کې په اسیا کې تر مالي بحران وروسته په تایلېنډ کې روغتیا ته په نړېواله کچه پاملرنه وشوه.

که لږ نور شا ته لاړ شو نو په امریکا کې یو لوی اقتصادي کړکېچ د دې لامل شو چې ټولنيز امنیت رامنځ ته شي.

تر دوېمې نړېوالې جګړې وروسته په برتانیا کې روغتیايي خدمتونه ډېر د درناوي وړ وګرځېدل.

بحرانونه ټولنې ځینو هغو کارونو ته هڅوي چې مخکې يې تصور یا په اړه فکر نه کېده.

اوس به دا وبا موږ داسې قربانۍ ته اړ کړي چې نړۍ د ژوند کولو لپاره لا عادلانه کړي؟

مېليونونه ډالره تاوان اوښتی

Dan Price in better times

د عکس سرچینه، Gravity

د عکس تشریح، ډین پرایس چې یو وخت خوشال او ښه موډ کې و.

دلته د برتانیا په سيېټل کې د ګرېوېټي پېمېنټس په نوم د یوه واړه شرکت بېلګه یادوو چې څو اونۍ مخکې له څه ډول حالت سره مخ شو.

بي بي سي يې حالت وڅاره. د دغه شرکت دا پنځمه کلیزه وه چې له یوې مهمې پرېکړې سره مخ شو.

په ۲۰۱۵ کې يې اجرايه مشر ډان پرایس د خپلو کارکوونکو له تنخاګانو یو څه پېسې ستنې کړې ځکه چې ده باید ټولو ته د تنخا رسولو لپاره ۷۰ زره ډالر پوره کړي وای. له دې سره هغه څو مېلیون ډالره پوروړی شو.

خو دا هر څه په بریاليتوب ترسره شول، د شرکت شتمني دوه برابره شوه، کارکوونکي خوشال وو او له زړه يې کار کاوه، ځکه چې ګټه يې ډېرېده. خو ناڅاپه د کورونا وېروس له کبله نړۍ سره وپاشل شوه.

تېره اونۍ د یوې وېډیويي مکالمې پر مهال ښاغلی پرایس ډېر ستړی او تر فشار لاندې ښکارېده. دا هغه ته سختې شېبې وې. هغه وېل، 'ما هيڅکله داسې سرخوږی نه و ليدلی'.

'او پوره پنځه اونۍ مې سر خوږېده.'

ګرېوېټي شرکت په سيېټل کې هغه لومړنی شرکت دی چې د دغه وېروس له کبله وځپل شو.

دا شرکت د وړو او منځنيو کاروباریانو لپاره د پېسو د راکړې ورکړې کارتونه چمتو کوي او د خدمتونو په بدل کې یوه اندازه پېسې ځان ته ستنوي.

زیاتره پېرودونکي يې مېخانې یا شرابخونې، هټۍ، رسټورانټونه او چایخونې دي او بل هغه خلک دي چې د ګرځبندیز له کبله په کور د پاتېدو سپارښتنه ورته شوې.

ښاغلی پرایس وايي، مخکې يې شرکت هره میاشت څلور بېليون ډالر ګټل خو اوس يې ګټه نیمايي راکمه او دوه بېلیون ډالرو ته ښکته شوه.

دا شرکت سخي یا د غوړو تنخاګانو په ورکړه مشهور و نو ځکه يې د لګښتونو پوره کولو او کارکوونکو ته د هغوی د تنخاګانو لپاره ډېرو پېسو ته اړتیا لرله.

که څه يې نه وای کړي نو کمپني یا شرکت به يې هره میاشت یونیم ميليون ډالر تاواني کېده او په څو میاشتو کې به له منځه تللی و.

ښاغلي پرایس نه غوښتل هيڅ کارکوونکی یې ترې لاړ شي، په تېره بیا داسې یوه وضعیت کې چې کارګرو يې د روغتیايي بيمې په څېر اسانتیاو ته سخته اړتیا لرله.

خو هغه دا هم نه غوښتل چې پر خپلو پېردوونکو د اخيستل کېدونکو پېسو فيصدي زیاته کړي، ځکه چې هغوی هم له سختو حالاتو سره مخ وو. هغه نه پوهېده چې څه وکړي؟

خو کله کله غېرمعمولي یا معجزې ته ورته څه پېښېدلی شي.

تر ودې مخکې خلک:

Children holding hands in Brazil

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برازیل کې ماشومان لاسونه پوره کوي.

موږ له یوې داسې ډېرې لویې ټولنیزې تجربې تېرېږو چې ښايي مخکې مو په ټول ژوند کې نه وه لیدلې.

کورونا وېروس په نړۍ کې په چټکۍ له یوه بل هېواد او له بله بل هېواد ته روان دی او هېوادونه يې له ګرځبندیزونو سره مخ کړي دي.

د خلکو د ګټې وټې لارې حکومت په زور تړلې دي چې له کبله يې د هغوی د کاروبارونو د ودې مخه ډب شوې ده.

موږ ټول هیله لرو چې دغه محدودیتونه او ګرځبندیز ژر پای ته ورسېږي خو زموږ په منځ کې د ايټالوي اوګو جېنيټلېني غوندې خلک هم شته. دی د ټولنیز خونديتابه د ملاتړ په برخه کې د نړېوال بانک پروګرامونو ته اندېښمن دی.

هغه په دې باور دی چې لا ډېر څه شته چې سړی ورته هیله من شي. هره ورځ داسې نوې تګلارې او پروګرامونه جوړېږي او اعلانېږي چې له مخې يې د دې ناروغۍ (کووېد-۱۹) له کبله ځپل شویو ته مرستې ورسول شي.

د هغه څېړنو په ډاګه کړې چې د نغدو پېسو د لېږلو طرحې له مخې به ۶۲۲ ميلیون خلک مرستې تر لاسه کړای شي څو پر هغوی د وبا اغېز کم شي.

دی وايي، ځينې حکومتونه پوره هڅه کوي چې دا مرستې حقدارو کسانو ته ورسېږي.

مراکش او کولمبیا کې خلک یوټيوب ته وېډیوګانې جوړوي او له خلکو غوښتل کېږي چې له اړمنو سره مرستو ته را ودانګي.

په یوګانډا کې اوس هغه نجونې-چې د ډېرو کمو پېسو په بدل کې يې باید ځينې روزنیز کارونه کړي وي- اوس پرته له دې پېسې ترلاسه کوي.

هند وايي، ۲۷ نیم ميلیون هغو کسانو ته به د بیا کار تر پېلولو پورې نغدې روپۍ ورکړي چې د عامه کارونو په پروګرام کې وارله مخه ثبت شوي دي.

د کولمبیا پلازمېنې بوګوټا کې نیم ميلیون کورنیو ته په دې شرط نغدي مرستې وېشل کېږي چې ټولنیز واټن به په پام کې نیسي او کورنی تاوتريخوالی به نه کوي.

دا له سلګونو هغو مرستندویه پروګرامونو ځينې هغه دي چې په تېرو څو اونيو کې د دې وبا له کبله ځپل شویو سره د مرستو په موخه رامنځ ته شوي دي.

ښاغلی جېنيټلېني وايي، لا دې قضاوت ته وخت شته چې دا مرستې به څومره اغېزمنې تمامې شي، خو دی هیله من دی چې یو ځل دا ډول طرحې عملي شي، ورو ورو تل پاتې کېدای او په ټولنه کې دودېدلی شي.

یو بنسټیز نظر:

Pope Francis at his weekly audience

د عکس سرچینه، Getty Images

د ټولنیز عدالت او اقليمي چارو یوه فعاله ډروتې ګويريرو -چې اوس د ګلوبل جسټېس نو په نوم بنسټ سره کار کوي- وايي، 'دا به لېونتوب وي چې د داسې کړکېچ پر مهال د یوه واړه هېواد غوښتنه وکړئ، تاسې يوه فعال هېواد ته اړتیا لرئ'.

له دې نظر سره سره هغه دې ته هم ډېره اندېښمنه ده چې ګرځبندیز او وضع شویو محدودیتونو به بې وزلو ته څه ستونزې ورپېښې کړې وي، خو فکر کوي، دا ناروغي د نړۍ اقتصادي نظام ننګولی شي.

'موږ ته مخکې ویل شوي وو چې هر څه باید بازار ته پرېږدو، هر څه به له مارکيټه تر لاسه کېږي او سمېږي خو په ډېرو داسې هېوادونو کې هم دغه محدودیتونه وضع شوي چې هلته د بیو په کنټرول کې مارکيټ مداخله نشي کولی بلکې هلته بازار د حکومت په لاس کې دی'

دا وایي، 'ښايي همدا وخت وي چې په نړېواله کچه د ورځانې یا دیاړۍ په اړه غور وشي.'

اغلې ګويريرو همدا راز وايي، هغه کارونه چې ډېر واړه ګڼل کېږي او کم مهارت لرونکو کسانو پورې اړوند بلل کېږي، باید اوس ټولو ته مالومه شوې وي چې زموږ د ژوند د بقا یا پایښت لپاره څومره اړین دي، لکه د مېوو، سبزیو او نورو توکو پېک کول یا کاټن او کرېټونو کې بندول، د خوراکي څېزونو د لېږد رالېږد چارې.

'په اېټالیا کې کارګر د ورځانې یا ورځ‌مزد د ډېرېدو او د ځان خونديتوب ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي، دا باید د خيرات مسئله ونه ګڼل شي.'

اغلې ګويریرو زیاتوي، 'زه پخپله فيليپينۍ یم او پوهېږم چې تر اوسه څومره کمپوډرې مړې شوې دي. دا به د نورو د ورځ مزد د ډېرېدو او د هغوی خونديتابه ته د لا زیاتې پاملرنې پېلامه شي.'

څېړنو ښودلې چې د اسپانوي والګي خپرېدل د دې لامل شول چې د پېر او پلور پر مهال يې د چڼو وهلو ځواک له کاروال یا کارفرما واخیست او کارګر ته يې ورکړ او ځينو کار ورکوونکو له دې سره کومه ستونزه نه لرله.

څوک به دا پور پرې کړي؟

A group of people depart from a church where food and essential supplies are distributed

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ډله خلک چې کلیسا کې خواړه ور کړل شوي دي.

ډان پرایس د مارچ میاشتې په وروستيو کې چې له خپلو کارکوونکو سره د زوم اپلېکېشن پر مټ د ګراوېټي پېمېنټ شرکت د راتلونکي په اړه غونډه وکړه، نو بد زېري ور سره وو.

جارېډ سپيرېس د دغه شرکت د خرڅلاو په برخه کې له هغو ۲۰۰ کارکوونکو یو و چې د ټلیفون له لارې يې په دې غونډه کې ګډون کړی و.

ښاغلی سپيرېس د دې غونډې یا جلسې په لېدو وېرېدلی و او ویل یې، 'موږ له تېرو درو څلورو اوونيو راهیسې د بېړۍ د ډوبېدو په تمه وو.'

'ما په پټه له لسو بېلا بېلو کسانو سره خبرې وکړې، چې ویل يې بس همدومره وه؟'

ښاغلي پرایس ستونزه په ډاګه کړه چې د شرکت ګټه يې یونیم ميلیون ډالر کمه شوې ده او کارکوونکي يې وپوښتل چې که د حل کومه لار ور مالومه وي.

ټولو ته يې وویل چې دی نه غواړي یو کارکوونکی یې هم ترې لاړ شي او نه هم غواړي چې پر خپلو پېرودونکو فيس لوړ کړي. د جارېډ سپيرېس په خبره، ډيرو کارکوونکو ورسره ومنله.

یو چا وړاندیز وکړ چې په جبري ډول دې تنخاګانو نه پېسې ستنې شي خو نورو وویل چې دا به مناسبه نه وي.

په دغه شرکت کې ډول ډول کسان وو، ځینو ودونه کړي وو یا یې مور او پلار لرل چې اوس يې دندې له لاسه ورکړې وې او ځينې بیا مجردان وو. دوی ټول په یوه پرېکړه سره سلا شول چې د تنخا کمول به د هر چا پخپله خوښه وي او دا کیسه به پټه ساتي.

ښاغلی پرایس وايي، چې د ځينو کسانو صداقت دی بيخي هېښ او هک پک کړ.

'یو ځوان داسې هم و چې ويل يې،'اې! زما ښځه ښې ډېرې پېسې لري. اوس مې هيڅ په کار نه دي، مه یې را کوه.'

دوی تر اوسه نه پوهېږي چې دا حل لاره به هم کار ورکړي او که نه؟

Femke Halsema, Amsterdam's mayor, was the leader of the left-wing Green Party for several years

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فمیک هلسیما د څو کلونو لپاره چې یو وخت ښارواله او د څو کلونو لپاره د یوه ګوند مشره وه.

د دغه شرکت اجرايی مدیر تامېل کرول وویل، 'زه سخت شکمن وم، فکر کوم موږ ټول شکي وو.'

خو سپما تر ټاکل شوې اندازې هم ډېره وشوه.

د ګرېوېټي پېمېنټس مشر پرایس وايي، 'زه فکر کوم موږ تر دوو اوونيو په کمه موده کې نږدې یو ميلیون لګښت را کم کړ. چې زما لپاره بيخي د حېرانتیا خبره ده.'

ښاغلی سپېرېس حيران نه و. دا د هغه لپاره ښه وخت نه و، یوه لور يې درلوده او ښځې يې هم کار نه کاوه. خو په ګډه يې پرېکړه کړې وه چې ۲۰ سلنه کمښت زغملی شي.

ده چې څه کړي، کومه قهرماني نه ورته ښکاري.

'زه فکر نه کوم چې زموږ شرکت دې ډېر ځانګړی وي چې د دوو سوو کسانو یوه ډاله کار پکې کوي. دلته نورې زموږ سیالې کمپنۍ شته چې ورته خلک کار پکې کوي. یوازېنی درس دا دی چې له خپلو کارکوونکو سره خبرې وکړه.'

خو دا د تجارت کولو معمول لار نه ده.