کورونا وېروس: ۹۹ کلن سړي د مرستو لپاره ۶ میلیونه ډالر راټول کړل

د خپرېدو وخت

په برتانیا کې یوه پخواني رضاکار پوځي د دغه هېواد د روغتیا ملي ادارې (این ایچ ایس) لپاره یې پنځه میلیونه پاونډه یا څه باندې شپږ میلیونه ډالره له خلکو راټول کړي، او غواړي‌ چې د کورونا وېروس پر ضد ولګول شي.‌

دغه ۹۹ کلن سړی ټام مور نومېږي او په امسا ګرځي.‌ نوموړي پر انټرنټ اعلان کړی و چې په کمزوري بدن به د خپل کور انګړ کې سل دورې قدم وهي.‌

د دې چلنج په بدل کې نوموړي له خلکو غوښتي وو چې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره بشري مرسته وکړي،‌ او په پیل کې یې له خلکو یوازې زر پاونډه یا دولس سوه ډالر غوښتي‌ وو.‌

خو د ټام دې زړورتیا او خواخوږۍ په ټوله نړۍ کې خلک دومره اغېزمن کړل چې له ګڼو هېوادونو پر انټرنټ مرستې پیل شوې.‌

څو ورځې وروسته د زر پاونډو پر ځای پنځه میلیونه پاونډه راټول شول. د دې مرستو په ځواب کې ټام وویل:

د این ایس ایچ اداره او هر کارکوونکی د دې هرې یوې پیسې حقدار دي#

بل لور ته یوې اته کلنې ماشومې د ټام مور د کلیزې په مناسبت د هغه لپاره د نیکو هیلو کارتونو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

ریګان ډاویس نومي دغې ماشومې ویلي د دغه ډول ۱۵۰۰ کارتونو راټولولو هدف یې ټاکلی دی. هغې له خلکو غوښتې پر خواله رسنیو د makeacardfortom# له هشټګ سره د کارتونو خپرولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي مور د بریتانیا د ملي روغتیا ادارې عالي کارکوونکو د مننې لپاره دغه بسپنه ټولولو هوډ کړی و، چې له ده سره یې د سرطان او مات هډوکي په درملنه کې مرسته کړې.

تېره اوونۍ د بشري‌ مرستو لپاره د پاڼې له چمتو کولو راهیسې تر اوسه د نړۍ له بېلا بېلو برخو تر ۲۱۰ زره ډېرو کسانو نوموړي ته بسپنه ورکړې.

کله چې د بسپنې پیسې له څلور میلیونه واوښتې، د ټام لور هنا وویل، دوی فکر کاوه چې د ۱۰۰۰ پاونډو مرسته موندل به (اسانه چاره) نه وي، خو په وینا یې اوس خورا (خوښ او حیران) دي:

بل لور ته د برتانیا عامې روغتیا ادارې این ایچ ایس د دغې مرستې مننه کړې.

د دغې ادارې د د بسپنې او خیریه چارو څانګې اجراییه مشره ایلي اورتون پنځه میلیونو پاونډو ته د دغې مرستې له رسېدو وروسته ویلي، دا رښتیا حیرانوونکې چاره ده.

نوموړې دغه راز ویلي، غواړي له کپتان ټام او د هر هغه کس مننه وکړي چې د خیریه چارو لپاره پیسې ورکوي.