د پوتین زوکړې کلیزې پر مهال د روسیې لر او بر کې احتجاجونه

Vladivostok protest

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بېلا بېلو ښارونو کې لاریونیان نیول شوي دي
د خپرېدو وخت

رپوټونو کې ویل شوي دي د روسیې له ۸۰ ښارونو نه پولیسو د اپوزېسیون مشر الیکسي نوالنې له ۲۵۰ ډېر پلویان نیولي چې احتجاج یې کاوه.

دوی غوښتل ښاغلي نوالنې ته د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې د درېدو اجازه ورکړل شي. تر ټولو ډېر احتجاج کوونکي سینټ پېټرسبرګ کې یو ځای شوي وو او له دغه ښاره د اخ و ډب او دغه ښار کې ډېرو کسانو د نیول کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

دغه احتجاجونه د ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۶۵ زوکړې کلیزې سره همهاله شوي دي او د مسکو او د ولسمشر پوتین د پلرني ټاټوبي سینټ پېټرسبرګ د هغو په ګډون ډېری دغو لاریونونو ته رسمي اجازه نه وه ورکړل شوې.

Russian jailed opposition leader Alexei Navalny arrives for a hearing at a court in Moscow, 16 June 2017

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلی نوالنې روانه میاشت مسکو کې د احتجاج له کبله نیول شوی و

ښاغلی نوالنې دا مهال د له یوه قانونه د پرلپسې سر غړونې له کبله ۲۰ ورځنۍ زندان سزا تېروي.

د روسیې ټاکنیز چارواکي وايي نوموړی د مارچ میاشتې رایې اچوونې کې د یوې تعلیقي بند سزا له کبله نه شي درېدای. دا وروستیو میاشتو کې نوموړي د خپل ګرځنډه کمپاین لپاره د روسیې لر او بر ته سفرونه کړي دي.

روانه میاشت نوموړی مسکو کې د یوې احتجاجي غونډې وروسته ونیول شو.

د سینټ پېټرزبرګ ښار لاریون کې نژدې ۳۰۰۰ کسانو برخه درلوده او ډېری یې بنرونه لېږدول چې نوالنې ۲۰۱۸ پرې لیکلي وو.

رپوټونه وايي کله چې لاریونیانو هڅه وکړه د پولیسو له یوې کرښې تېر شي، ډېر کسان ونیول شول. د بشري حقونو اړوند وېبپاڼې 'وې ډي اینفو ' رپوټ کې ویل شوي، چې ۶۶ کسان نیول شوي وو.

Protester arrested in St Petersburg

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سنټ پېټرسبرګ کې تر ټولو ډېر احتجاج کوونکي یو ځای شوي وو

د اوپن رسیا دیموکراسۍ پلوه ډلې چې د نفتو لوی تبعید شوی مشر میخایل خودورکووسکي یې ملاتړی دی یو شمېر پلويان هم دغه ښار کې د د شنبې پر ورځ نیول شوي وو.

د مسکو پوشکین میدان کې هم سلګونه کسان د احتجاج لپاره یو ځای شوي وو، چې بیا وروسته خوشي شوي دي.