ترکیې کډوالو ته اجازه ورکړه چې اروپا ته واوړي

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، وروسته له هغه چې حکومت یې د کډوالو لپاره خپله پوله پرانیسته، اتلس زره کډوال د ترکیې له خاورې تېر شوي او اروپا ته اوښتي دي. نوموړي وویل، تمه کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا شمېر دېرش زرو ته ورسېږي.
ولسمشر طیب اردوغان ویلي، هېواد یې نور د هغو کډوالو د کوربتوب توان نلري چې د سوریې له جګړې په تېښته دي.
له دې سره سم یونان ویلي، له ترکیې ورتلونکي زرګونه کډوال یې پر پوله ایسار کړي او خپلې خاورې ته یې نه پرېږدي.
د شنبې پر ورځ یوناني چارواکو ترکیې سره پر ګډه پوله د کډوالو په شا تمبولو لپاره اوښلن غاز وکاروه.
ترکیې وروسته له هغه کډوالو ته د سفر اجازه ورکړه چې تېره اوونۍ په ادلب ایالت کې د حکومتي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ۳۳ ترکي پوځیان ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP
په ادلب کې د سوریې حکومتي ځواکونه، چې د روسیې ملاتړ ورسره دی، د هغو وسله والو مخالفینو پر ضد جنګېږي چې ترکیه یې ملاتړ کوي.
ترکیه دا مهال د ۳.۷ میلیونه کډوالو کوربتوب کوي، چې لویه برخه یې د سوریې دي.
له دې وړاندې ترکیې اروپایي ټولنې سره د یو تړون له مخې دې کډوالو ته اجازه نه ورکوله چې اروپا ته واوړي.
خو اوس ولسمشر اردوغان ویلي چې اروپایي ټولنه له خپلو ژمنو په شا شوې ده.




















