تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې په اعدام د محکومې شوې ښځې کيسه
آسیه بي بي چې پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه شوې وه، نوی کتاب خپور کړی، هغې په دې کتاب کې د خپلې تجربې او نوي ژوند په اړه خبرې کړي دي.
آسیه بي بي د خاطراتو دا کتاب چې ( Finally Free ) يا بالاخره ازاد نوم یې ورکړی له فرانسوۍ ژورناليستې "آن ایزابیل ټالیټ" سره په ګډه چمتو کړی دی.
دا مېرمن په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان یوې محکمې اسلام ته د سپکاوي په جرم محکومه کړې وه خو په ۲۰۱۸ کال کې بې ګناه وګڼل شوه. هغه اوس د کاناډا په یوه نامعلوم ځای کې اوسیږي.
په دې نوي کتاب کې هغه د دې د نیول کېدو، په زندان کې د وضعیت، د خوشې کېدو او په کاناډا کې د نوي ژوند په اړه معلومات ورکړي.
هغه لیکي " ښايي تاسې د رسنیو له لارې زما له قضیې سره اشنا یاست، ښايي تاسو هڅه کړې وي چې زما پر کړاو پوهېدو لپاره زما پر ځاى ځان ودرولى وي. خو تاسې په زندان کې زما پر ورځني ژوند یا اوسني ژوند له پوهېدو ډېر لرې یاست، نو له همدې امله زه دا ټول په دې کتاب کې را څپړم."
د کتاب خپروونکې ادارې د کتاب له منځه یوه برخه خپره کړې چې وايي : " څنګه کېدای شواى چې د یوې نالوستې بزګرې په توګه دا فکر وکړم چې زه به د خپل عمر په پنځوسمه لسیزه کې له مذهبي سخت دریځۍ سره د مبارزې په یوه سمبول بدله شم. "
هغه زیاتوي : " ما به ډېر کله په زندان کې زما د خونې له وړې کړکۍ کتل او ویل به مې ولې پاکستان زه هدف ګرځولې یم. "
اسیوشیټیډ پرېس خبري اژانس د آسیه بي بي د کتاب یوه برخه را اخستې چې په زندان کې د خپل وضعیت په اړه لیکي " په یوه وسپنیزه غړوندې کې بنده یم چې ساتونکی یې د یوه غټ نټ په تاوولو سره لا کلک کولی شي."
هغه لیکي د نورو زندانیانو له لوري ور سره ډېره کمه خواخوږي کېده: " زه د هغې مېرمنې چیغو ته حیرانه وم چې ویل به یې، اعدام! نورو ښځو به یې غږ بدرګه کړ او ویل به یې ' په دار دې وځړول شي، په دار دې وځړول شي'. "
دې ۴۷ کلنې مېرمنې په یوه حساسه قضیه کې ځان بې ګناه باله، د هغې په اړه پاکستانۍ ټولنه سره وېشل شوې وه او د نړۍ په کچه له نږدې څارل کېده.
د پاکستان سترې محکمې په ۲۰۱۸ کال کې د آسیه بي بي په حق کې شوې پریکړه لغوه کړه، دې ګام د پاکستان د سخت دریځو مذهبي ډلو تاوتریخجن لاریونونه وپارول خو لېبرال پلوو یې د خوشې کولو ملاتړ وکړ.
دا کتاب په فرانسوي ژبه لیکل شوی او تېره اونۍ خپور شو او تمه ده چې انګلیسي ژباړه یې روان کال کې خپره شي.
آسیه بي بي پر څه تورونه وه؟
آسیه بي بي وروسته له هغه ونیول شوه چې په ۲۰۰۹ کال کې یې له څو ښځو سره لفظي شخړه رامنځته شوه. دې له هغې بوکې اوبه وڅښلې چې نورو ښځو هم ترې څښلې، دغو مېرمنو له آسیه بي بي سره یو ځای د مېوې په راغونډولو کې کار کاوه.
خو هغې په دې ډله ښځو کې د هغو محافظه کارو مسلمانو مېرمنو سپکاوی وکړو چې ویل یې د یوې عیسوۍ په توګه دې د بوکې اوبه ناولې کړې.
څارنوالانو ادعا وکړه چې آسیه بی بي د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته سپکاوی کړی. وروسته هغه په خپل کور کې ووهول شوه، برید کوونکو ادعا وکړه چې هغې دا ومنله چې اسلام ته یې سپکاوی کړی. وروسته پولیسو هغه د څېړنو لپاره ونیوله.
خو سترې محکمې آسیه بي بي د بري کولو په پریکړه کې ویلي دا قضیه پر داسې دلایلو جوړه شوې وه چې باور پرې نه شي کېدای، او هغې د داسې ډله کسانو په وړاندې اعتراف کړی چې "دا یې په مرګ ګواښله. "