د افریقا تر ټولو شتمنې ښځې پیسې له کومه کړې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي د پانوراما پروګرام څېړني ښيي چې د افریقا تر ټولو شتمنې ښځې د خپل هېواد پر پانګونه له چپاو او اقتصادي فساد سره ځنګه بډایه شوه او خپل بخت یې بدل کړ.
ایزابل دوس سنتوس- چې د انګولا د پخواني ولسمشر لور ده- د خپل پلار واکمنۍ کې د تېل، الماس، دولتي ځمکې او مخابراتو برخه کې د سترو تړونونو ترلاسولو سره بې کچې شتمنه شوه.
د بي بي سي پلټنې له هغه وروسته پیل شوې چې یوې افشاګرې شبکې د څېړنیزو خبریالانو د نړیوال کنسرسیوم له لارې د انګولا د ملي شتمنۍ لوټلو کې د پخواني ولسمشر د کورنۍ د لاس لرلو ۷ زره سندونه د بي بي سي، ګارډین ورځپاڼې او د پرتګال د اکسپرسو ورځپاڼې په ګډون ۳۷ رسنیو ته ولېږل.
دا سندونه ښيي چې مېرمن دوس سنتوس او مېړه یې ګټور، خو شکمن تړونونه ترلاسه کړي دي.
ایزابل سنتوس د پخواني ولسمشر اډوارډو دوس سنتوس مشره لور ده.
نوموړی له ۱۹۷۹ تر ۲۰۱۷ کال د انګولا ولسمشر و.

مېرمن سنتوس لندن کې اوسېږي او د انګولا نوی حکومت د هغې د معاملو په هکله پلټنې کوي.
مېرمن سنتوس بي بي سي ته د دې تورونو په هکله ځواب نه دی ویلی.
دې شکمنو تړونونو کې یو هم لندن کې د سونانګول په نوم انګولا د تېلو دولتي شرکت د څانګی دی چې د ۵۸ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه یې دوبۍ کې یوه ثبت شوي شرکت ته سپارلي دي.
څېړني ښيي دا شرکت چې د سلاکارۍ خدمتونه وړاندې کوي، د مېرمن سنتوس سره د نږدې کسانو دی او هغې په ځلونو د دې شرکت د نامالومو خدمتونو اړوند مالي سندونه لاسلیک کړي دي.
د نوموړې اسنادو کې دا هم ویل شوي، چې د ګالپ په نوم د انرژۍ برخه کې یې یو پرتګالی شرکت هم اخیستی.
ګالپ شرکت چې د سونانګول ملکیت کې و، په خورا کمه بیه پر دوس سنتوس پلورل شوی او یوازې ۱۵ سلنه ارزښت یې لومړیو کې ور کړل شوی او پاتې پیسې په کشت یا ډېرې ټیټې ګټې سره پرې کړل شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه بله دوسیه هم د نوموړې د خاوند سیندیکا دوکولو ده چې د انګولا الماسو دولتي شرکت سره یې سویس کې د ګاڼو جوړولو شرکت په پېرلو کې شریک شوی دی.
تړونونه ښيي چې د سوېسي شرکت د پېرلو لپاره د ښاغلي دوکولو او دولتي کمپنۍ د شراکت کچه یو شان یا مساوي ده، خو دې برخه کې دولت ۷۹ میلیون ډالر او ښاغلي دوکولو ۴ میلیون ډالر پانګونه کړې ده.
له بلې خوا دولتي شرکت دې برخه کې د اړتیا وړ پیسو د ترلاسولو لپاره له داسې خصوصي بانک په ۹ سلنه سود پیسې ترلاسه کړې چې د ولسمشر زوم دوکولو هم پکې ونډه لري.
د سودیان یا دولتي شرکت مشر براوو دو روزا له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دا تړون نه یوازې د انګولا لپاره ګټه نه لري، بلکې د پور ور کولو کې یې هم دوه سوه میلیون ډالر تاوان کړی دی.
انګولا په افریقا کې د تېلو او الماسو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد دی.
خو لا یې هم ۲۹ میلیونه نفوس کې ۳۰ سلنه وګړي بې وزله دي.


















