د اوکراينۍ الوتکې له ويشتلو سره په تړاو څو تنه نيول شوي

د اوکراین الوتکه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دې الوتکې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۷۶ تنه لېږدول چې ټول یې ووژل شول.
د خپرېدو وخت

ایراني چارواکي وايي په تهران کې پر توغندي د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې په تړاو یې څو تنه نیولي دي.

د قضايي قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي له تفصیل پرته وویل د دې پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دا قضیه به د یوې ځانګړې محکمې له خوا څېړل کیږي.

د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت الوتکه د تیرې چارشنبې په ورځ د تهران له هوايي ډګره له الوتنې لږ وروسته وغورځول شوه او ټولې ۱۷۶ سورلۍ ووژل شوه. د الوتکې ډیرى سورلۍ د ایران او کاناډا وګړي دي او ۱۳ تنه یې افغانان و.

له پيښې وروسته تر درې ورځو ایران دا نه منله چې الوتکه په توغندي ویشتل شوې ده او ټینګار یې کاوه چې دا الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله نسکوره شوې.

خو د شواهدو په را برسېره کېدو د ایران انقلاب ساتونکي ځواک وویل د هوايي دفاع یوه مسوول پر الوتکه د کروز میزایل ګومان کړی او په تېروتنه یې ویشتلې ده.

د قضایه قوې ویاند اسماعیلي په تهران کې یوې خبرې غونډې ته وویل قضایه قوه به د پیښې لامل او مخامخ اغېز وڅېړي.

"موږ به وڅيړو چې د امریکا له خوا دې پيښې رامنځته کېدو ته څومره زمینه برابره شوې ده ، څو تنه نیول شوي دي او څېړنې دوام لري."

د قضایه قوې ویاند دغه راز وویل په وروستیو ناقانونه احتجاجي غونډو کې د ګډون په تور دیرش تنه نیول شوي دي.

د اوکراین الوتکه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اوکراینۍ الوتکې ویشتلو په ایران کې د لاریونو نوې لړۍ پیل کړه ، ددې لاریونونو په تړاو کې ۳۰ تنه نیول شوي دی

ولسمشر روحاني په یوه تلویزیوني وینا کې وویل قضایه قوه به یوه ځانګړې محکمه رامنځته کړي چې د لوړې کچې قاضیان او لسګونه کارپوهان به په کې ښکیل وي.

ده وویل "دا به یوه معمولي قضیه نه وي ټوله نړۍ به د دې محکمې کار څاري."

ښاغلي روحاني وویل د چارشنبې ورځې غمجنې پېښې پړه باید یوازې پر یوه کس وانه چول شي.

هغه وویل "یوازې هغه کس نه دی چې ماشه یې کش کړې بلکې نور کسان هم شته چې مسؤول دي"

د ایران ولسمشر زیاته کړه دا چې وسله والو ځواکونو خپله تېروتنه ومنله دا یو ښه لومړی ګام دی او خلکو ته باید دا ډاډ ورکړو چې بیا به داسې پیښه نه کیږي.

بل خوا د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانسون ویلي دا ښه خبره ده چې ایران خپله بوږنونکې تېروتنه ومنله.

ښاغلي جانسون زیاته کړه: دا ښه خبره ده چې دوی بښنه وغوښتنه اوس مهمه داده چې په سیمه کې ترینګلیتیا راکمه کړل شي.