تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناڅاپه سړک کېناست او بشپړ بس موټر ور وغورځېد
د چین په مرکزي برخه کې یو بس موټر د سړک په منځ کې ناڅاپې راپیدا شوي لویي سوري ته وغورځېد، چې له کبله یې شپږ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د دوشنبې پر مازدیګر د ژیننګ ښار یوه روغتون مخې ته شوې ده. د امنیتي کمرو په تصویرونو کې لیدل کېږي، چې سوري ته د بس او ولاړو خلکو له غورځېدو وروسته یوه چاودنه هم کېږي.
چین کې دا وروستیو کلونو کې د سړکونو منځ کې د دغسې ناڅاپي سوري پیدا کېدو یو شمېر پېښې شوې دي.
د وروستۍ پېښې په تصویرونو کې هلته ولاړ خلک هم لیدل کېږي، چې په سړک کې د سوري پیدا کېدو پر مهال تښتي.
وروسته یو شمېر خلک راځي، چې د بس سپرلۍ وژغوري، خو کله چې ګوري سوری پراخېږي، هغوی هم تښتي. د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د دغه سوري سور او اوږدوالی ۱۰ مترو ته رسېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د پېښې پر مهال غورځېدلي بس کې څومره کسان ناست وو.
په چین کې د دغه ډول سوریو پیدا کېدو لامل په دغه هېواد کې په چټکۍ سره روانې ودانیزې چارې بلل کېږي.
۲۰۱۸ کال کې د سویل لویدیځ چین داژو ښار په یوې څنګلارې کې همداسې ناڅاپه سوری راپیدا شو، چې له کبله یې څلور کسان ووژل شول.
له دې مخکې ۲۰۱۳ کال کې د شین ژین ښار په صنعتي سیمه کې دغسې یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي وو.