تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایټالیا کې د ښوونځي بس ټکر کې ۱۶ کسان وژل شوي
د ایټالیا چارواکو ویلي، په شمالي ویرونیا کې د ښوونځي زده کوونکو یو لېږدوونکی بس ټکر شوی او اور یې اخیستی، چې لږترلږه ۱۶ کسان پکې وژل شوي دي.
د ایټالیا د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ویلي، بس کې کوچني زده کوونکي له هنګري نه لېږدول کېدل چې د جمعې په ورځ له سړکه ووت او له یوه څلي سره ټکر شو.
د ایټالیا د اوروژنې ملي ادارې پر ټویټر لیکلي، په پېښه کې ۳۹ نور کسان ټپیان شوي.
بس له بوداپست نه فرانسې ته روان و او ماشومان پکې سپاره وو.
د ایټالیا انسا خبري اژانس ویلي، د کوچنیو زده کوونکو شمېر، چې ډېری یې هلکان وو، د ۱۴ او ۱۸ ترمنځ و.
سرچینه وايي، کله چې بس له یوه څلي سره ټکر شو، ګڼ ماشومان له موټره وغورځېدل.
نور ماشومان د بس د ننه سره وپاشل شول او بس اور واخیست.
لس ماشومان په روغتون کې دي چې سخت سوځېدلي دي.
د اوروژنې چارواکو ویلي، نه شي ویلای چې د مړو شمېر به څومره شي.
د هنګري رسنیو ویلي، په میلان کې د دغه هېواد کونسل ویرونا ته رسېدلی دی.