ایران کې د احتجاجونو دویمه ورځ؛ د چارواکو د لرې کېدو غوښتنه

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ایران پلازمېنه تهران کې دویمه ورځ هم د اوکراینۍ الوتکې د غورځېدو په غبرګون مظاهرې روانې وې او له حکومت یې غوښتل چې دې پېښه کې ښکېل چارواکي له دندې لرې کړي.

لاریونوالو د سپاه پاسدران او مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پرضد شعارونه ور کول.

امنیتي ځواکونو د دوی پرضد اوښلن ګاز کارولی او هوايي ډزې یې کړې دي.

داسې رپوټونه هم دي چې په ډزو کې معترضان په نښه شوي هم دي، خو چارواکي دا تور نه مني.

له دې مخکې تهران کې د څو پوهنتونونو زدکوونکو هم د دې الوتکې د غورځېدو په غبرګون کې مظاهره کړې وه.

د ایران ډېرو کارتونیستانو د بیان خپرولو سره ویلي فجر هنري جشن کې ګډون نه کوي.

دوی د لړم میاشتې په ګډون د وروستیو پېښو او د اوکراین الوتکې د قربانیانو لپاره د ملي ماتم غوښتنه کړې ده.

اوکراین ته تلونکې دا بوینګ الوتکه تېره چارشنبه له امام خمیني هوايي ډګر تر پورته کېدو درې دقیقې وروسته وغورځېده.

لومړیو کې چارواکو ویل، د تخنیکي ستونزو له امله دا پېښه شوې، خو وروسته یې ومنله چې په توغندي ویشتل شوې ده.

د پوځ د دې اعتراف وروسته له شنبې راهیسې زرګونه خلک سړکونه ته وتلي او له دغو چارواکو سره د حساب غوښتنه کوي.

نړیوالو مشرانو هم د دې پېښې د بې پرې پلټنو غوښتنه کړې ده.

د نورو مظاهرو د مخنیوي لپاره د تهران سړکونو کې پوځیان ګومارل شوي.

پر تهران سربېره نورو ښارونو کې هم دا مظاهرې شوې دي.

نړیوال غبرګون

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکا ولسمشر انګریزي او پارسي ژبو سره ټوېټ کې وايي: د زړورو او ستونزو کې ګېر ایراني وګړو په نوم: زه د خپل حکومت له پیلېدو راهیسې ستاسو سره ولاړ یم او زما حکومت به ستاسو سره ولاړ وي.

موږ ستاسو احتجاج په ځير څارو او ستاسو همت اغېزناک دی.

نوموړی د ایران پر حکومت غږ کړی چې د تېرې لړم میاشتې په څېر مظاهره چیان ونه وژني.

پېښه څنګه وشوه؟

د الوتکې له غورځېدو څو ګړۍ مخکې ایران په عراق کې د امریکا دوه اډې پر توغندیو وویشتې.

دا برید په بغداد هوايي ډګر کې د عراق د قدس ځواکونو د مشر تورن جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو په غچ کې وشو.

لومړیو کې امریکا، بیا کاناډا، برتانیا او نورو هېوادونو شک وښود چې الوتکه په توغندي ویشتل شوې.

که څه هم اول تهران دا تورونه ردول، خو وروسته یې ومنله چې پوځ یې پر الوتکه د کروز توغندي ګومان کړی و، ځکه یې نسکوره کړه.

د سپاه قومندان د پارلمان پټې غونډې ته پرون ویلي، که خپله یې نه منلی، چا نه شوه ثابتولی چې الوتکه دوی غورځولې ده.

په دې الوتکه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.