جنسي ښکاري؛ د ۱۳۶ جنسي تېریو له امله په عمر بند محکوم شو

سناګا

د عکس سرچینه، POLICE HANDOUT

د خپرېدو وخت

برتانیا کې د ۱۵۹ جنسي تېریو مجرم د یوې تازه محاکمې په پای کې پېژندل شوی دی، چې په ۱۵۹ بریدونو سره یې ۱۳۶ جنسي تېري کړي دي.

دې محاکمه کې پر رېن هارډ سناګا دا تور ثابت شو چې د مانچسټر له شپې خونو یا نایټ کلبونو یې ۴۸ کسان په چل ول تر خپل پلاټ یا استوګنځي بوولي او تېری یې پرې کړی او ویډو یې هم کړې ده.

د پولیسو په خبره، شواهد ښيي چې سناګا تراوسه ۱۹۰ کسان په نښه کړي دي.

لویه څارنوالي وايي، سناګا د برتانیا قانوني تاریخ کې تر ټولو خطرناک جنسي تېریګر دی او ښايي ټوله نړۍ کې دې برخه کې تر ټولو خطرناک وي.

۳۶ کلن رین هارډ سناګا ته قاضي عمري بند واوراوه چې لږ تر لږه به ۳۰ کاله جېل کې وي.

د برتانیا استوګمن اندونیزیايي توکمه رین هارډ سناګا څلورو مختلفو دوسیو کې د ۱۳۶ جنسي تېریو، ۸ جنسي تېرو هڅو او ۱۴ جنسي بریدونو مجرم وبلل شو.

محکمه خپله پرېکړه کې وايي، چې سناګا به لږ تر لږه ۳۰ کاله بند کې وي.

د مانچسټر سترې محکمې د دوشنبې په ورځ دې برخه کې رسنیو ته د رپوټ نه ور کولو اجازه ور کړه او دې سره اول ځل سناګا وپېژندل شو.

د پي اېچ ډي زدکوونکی د ۲۰۱۸ دوبي او تېر پسرلي کې دوو دوسیو کې هم مجرم پېژندلو سره پر عمر بند محکوم شوی چې لږ تر لږه به شل کاله بند تېروي.

سناګا

د عکس سرچینه، GREATER MANCHESTER POLICE

د دوشنبې په ورځ قاضي سوزین ګوډرډ د پرېکړې اورولو پرمهال وویل، سناګا یو شیطان صفته جنسي ښکاري دی چې هر وخت خلاصول یې خطرناک دي، ستاسو د جرمونو اندازه ښايي هیڅکله هم مالومه نه دشي.

سناګا به د شپې خونو یا نایټ کلبونو او شرابخونو تلونکو کسانو ته په تمه ، بیا به یې خپل استوګنځي ته بوول او د دې لپاره چې دا کار وکړي په نښه شوی کس ته به یې د شرابو یا د ټیکسي نیولو وړاندیز کاوه.

نوموړي به له جنسي تېري مخکې کس ته د بې هوشي دوا ور کوله، تر بې هوشه کېدو وروسته به کس نه پوهېده چې څه ور سره کېږي.

ویل کېږي نوموړي به د جنسي تېري ویډیو هم کوله.

قاضي دا هم وايي، چې سناګا د خپل کار لپاره د جي اېچ بي په څېر ډیټ رېپ ډرګ درمل کارول.

څنګه ونیول شو؟

سناګا

د عکس سرچینه، GREATER MANCHESTER POLICE

د عکس تشریح، سناګا دوکه شوي کسان بې هوشول بیا یې جنسي تېری پر کاوه

د محاکمې پر مهال د سناګا د اغېزمنو کسانو خبرې هم واورېدل شوې.

یوه اغېزمن کس وویل، سناګا یې د ژوند یوه ځانګړې برخه تباه کړه، یو بل وویل، هیله من دی چې سناګا هیڅکله هم له بند بهر نه شي او دوزخ یې په برخه شي.

ځینې اغېزمنو ویل چې رواني روغتیا یې خورا بده اغېزمنه شوې او نورو ویل چې د ځانوژنې فکر ور سره پیدا شوی دی.

سناګا څو کلونو کې دا جنسي بریدونه کړي دي، خو پر ۲۰۱۷ کال هغه مهال ونیول شو چې یو ښکار شوی کس د جنسي تېري پر مهال په هوش راغلی ور سره لاس ګرېوان شو او پولیسو ته یې زنګ وواهه.