تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داسې ښارګوټی چې له انسانانو پکې پیشوګانې ډېرې دي
د سوریې په کفرنبل ښارګوټي کې د حکومتي او روسي ځواکونو له څو میاشتني بمبار وروسته اوس دلته له انسانانو پیشوګانې ډېرې دي.
کفر نبل د هغه وروستي ولایت برخه دی چې لا هم د وسلوالو په لاس کې دی.
د بي بي سي خبریال مایک تامسن وايي، اوس دلته انسان او پیشو- چې دوه مختلف ژوي دي- دې سخت وخت کې یو بل ته د زړه سکون یا ډاډ ور کوي.
له سخت بمبار د بچېدو لپاره یو سړی ځمکتل کې له مېز لاندې پټېږي.
خو دا ۳۲ کلن صلاح یوازې نه وي، څو پیشوګانې یې هم په څنګ کې وي او د ده په څېر خپه وي.
دی وايي، له پیشوګانو سره نږدېوالی د زړه ډاډ ور کوي، د بمبار، ورانی او ستونزه یې لږ کموي.
د صلاح په کفر نبل کلي کې یو وخت له څلوېښت زرو ډېر خلک و، خو اوس تر سلو کم کسان پکې پاتې دي.
دا مشکله ده چې پیشوګانې څومره دي، خو ډاډه ویلی شو چې سلګونو او یا هم زروګونو رسېږي.
صلاح وايي، دا پیشوګانې هم یو چا ته اړتیا لري، چې خوراک څښاک ورته برابر کړي، ځکه داسې کورونو ته ځي چې لا هم پکې خلک شته:
"هر کور کې نږدې ۱۵ پیشوګانې دي، په ځینو کې ډېرې هم دي".
صلاح د یوې ځايي راډیو خبریال دی، خو سټوډیو یې اوسني بمبار کې له منځه تللې ده.
خو له دې بمبار مخکې یې راډیو یوه بل نږدې کلي ته لېږدولې ده.
دا راډیو د بمي بریدونو له ګواښ سره سره خبرونه او تنزیه خپرونې جوړوي.
لسګونو پیشوګانو دا راډیو مرکز خپل کور جوړ کړی، چې بنسټګر او مشهور ټولنیز فعال راید فارس د ۲۰۱۸ کال نومبر کې د وسلوالو برید کې ووژل شو.
هغه به د پیشوګانو شیدو او نورو خوراکتوکو ته پیسې بېلولې.
صلاح وايي، دې ودانۍ کې څو پیشوګانې وزېږېدې. د یوې سپین رنګې پکې له راید فارس سره ډېرس مینه وه او هر ځای به ور سره تله او هم به ور سره ویدېده.
کله چې صلاح له خپل ویجاړ کور وځي، نو پیشوګانې له هرې خوا میو میو کوي.
ځینې دا غږونه ورو او نور د چیغو او بې صبرۍ په ډول دي او صلاح وايي، دا کار له هر چا سره کېږي:
"کله چې کوڅه کې هم ځو نو له ۲۰ تر ۳۰ پیشوګانې را سره ځي، ځینې تر کور را سره ځي".
د تیارې خورېدو سره د بې څېښتنه وږیو سپیو غپا د شپې حالت لا زیاتوي. له لوږې په پیشوګانو پسې ګرځي.
که څه هم پیشوګانې له سپیو کمزورې دي، خو صلاح وايي، ډېرې دي ځکه هره جګړه کې بریالۍ وي.
دې پیشوګانو یو وخت له خپلو کورنیو سره د مینې ډک ژوند درلود، خو کله چې د سوریې حکومت اپرېل کې پر ادلب د ولکې لپاره عملیات پیل کړل، کورنۍ لاړې او دوی پاتې شوې.
د صلاح په څېر خلک د سبا ورځې ژوند تمه نه لري، نه په دې پوهېږي چې سبا ته به خواړه له کومه کړي، خو بیا یې هم پر دېګڅڼي یا ستارخان د دې ژویو لپاره تل ځای وي.
"څه چې خورم پیشوګانې یې هم را سره خوري، هغه که سابه وي، لنده یا وچه ډوډۍ، موږ بې وسه پیداوښت(مخلوق) یو، ځکه باید د یو بل مرسته وکړو".
بمبار کې پر خلکو سربېره پیشوګانې هم ټپي شوې او د دارو درملو له کمي سره سره صلاح وايي، د دوی درملنې هر ممکن کوشش یې کړی دی.
"د یوه ملګري پر کور مې بمبار وشو، یوه پیشو ژوبله شوه، یوه مخکېنۍ پنجه یې پوره له منځه لاړه، خو د درملنې لپاره مو ادلب ښار ته یووړه اوس د پخوا په څېر ځي".
د بشار اسد ځواکونه اوس له کفر نبل لرې نه دي، ممکن دا ښار ژر نور هم وران شي، صلاح نه یوازې ځان او ملګرو بلکې دې پیشوګانو ته هم اندېښمن دی.
"موږ ښه او بد وخت، درد او وېره کې یو ځای یو، اوس دوی زموږ د ژوند ملګرې دي".
دی وايي، که له کلي په زور اېستل کېږي، دا پیشوګانې به هم ور سره وړي.
د جګړې له وېرې سره سره داسې ښکاري چې د انسان او دې ژوي داسې اړیکه سره جوړه شوې چې اسانه ختمېدلی نه شي.