په زیارت کې د سږني ژمي لومړۍ واوره

د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان ایالت په زیارت سیمه کې د سږ کال ژمني موسم لومړنۍ واوره اورېدلې او د چارواکو په وینا نژدې اته انچې واورې دغه غرنۍ سیمه پوښلې ده.

زیارت واوره

د عکس سرچینه، BBC/Khair Muhammad

د عکس تشریح، د پاکستان بلوچستان ایالت په زیارت او شاوخوا سیمه کې د سږ کال ژمني موسم لومړنۍ واوره اورېدلې.
زیارت واوره

د عکس سرچینه، BBC/Khair Muhammad

د عکس تشریح، په زیارت او شاوخوا سیمه کې د پنجشنبې پر شپه د موسم لومړنۍ واورې اورېدو لړۍ پیل شوه
په دغه تصویر کې د سیمې ماشومان لیدل کېږي چې په واوره کې ګرځي

د عکس سرچینه، BBC/Khair Muhammad

د عکس تشریح، په دغه تصویر کې د سیمې ماشومان لیدل کېږي چې په واوره کې ګرځي
ځايي چارواکي وايي، په زیارت ښار کې اته انچه او پر شاوخوا غرونو یې نژدې یو فوټ واوره اورېدلې.

د عکس سرچینه، BBC/Khair Muhammad

د عکس تشریح، ځايي چارواکي وايي، په زیارت ښار کې اته انچه او پر شاوخوا غرونو یې نژدې یو فوټ واوره اورېدلې.
چارواکي وايي، د واورې اورېدو له کبله د سیمې تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شوې دي.

د عکس سرچینه، BBC/Khair Muhammad

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د واورې اورېدو له کبله د سیمې تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شوې دي.
زیارت د بلوچستان له هغو سیمو یو دی چې تر ټولو ډېره واوره پکې اوري.

د عکس سرچینه، BBC/Khair Muhammad

د عکس تشریح، زیارت د بلوچستان له هغو سیمو یو دی چې تر ټولو ډېره واوره پکې اوري.
د زیارت تر څنګ په قلات، سوراب، مستونګ، کان میترزی، بر شور، توبه کاکړي او توبه اڅکزي سیمو کې هم معمولاً واورې اوري.

د عکس سرچینه، BBC/Khair Muhammad

د عکس تشریح، د زیارت تر څنګ په قلات، سوراب، مستونګ، کان میترزی، بر شور، توبه کاکړي او توبه اڅکزي سیمو کې هم معمولاً واورې اوري.
په زیارت کې د صنوبر کمسارې ونې هم شته چې د ماهرینو په وینا واوره د صنوبر ځنګلونو تر څنګ د مڼو او ګیلاس بڼونو ته ګټه کوي.

د عکس سرچینه، BBC/Khair Muhammad

د عکس تشریح، په زیارت کې د صنوبر کمسارې ونې هم شته چې د ماهرینو په وینا واوره د صنوبر ځنګلونو تر څنګ د مڼو او ګیلاس بڼونو ته ګټه کوي.