ټرمپ د یهود دوښمنه "بلا" پرضد د یووالي غوښتنه وکړه

د خپرېدو وخت

د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوه یهودي عالم پر کور له برید وروسته د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "یهود دوښمنۍ" سره د مقابلې لپاره د یووالي غوښتنه وکړه.

د امریکا ولسمشر وویل: "موږ باید له دې شري، یهود دوښمنه بلا سره مبارزې او د هغې له منځه وړلو ته یو موټی شو".

د یکشنبې په شپه د نیویارک ښار شمال ته مانسي کې برید سره نږدې پنځه کسان ټپي شول.

بریدګر د نیویارک په هارلم مېنه یا ښارګوټي کې ونیول او د وژلو په هڅه تورن شو.

عیني شاهدان وايي، بریدګر هغه مهال پر دغه کور برید وکړ چې خلک پکې د مذهبي جشن لپاره ټول شوي وو.

بریدګر کور ته ننوتلو سره لوی چاکو وباسه او خلک یې پرې ووهل.

ویل کېږي ناستو کسانو هم پر بریدګر د څوکیو او مېزونو په وارولو سره د ځان دفاع وکړه.

وروسته بریدګر د دې کور څنګ ته کنیسه یا د یهودانو عبادتځي ته لاړ او بیا موټر کې د پېښې له ځای وتښنېد.

خو نیویارک ښار ته تر ننوتو وروسته پولیسو ونیو.

د چارواکو دریځ

د نیویارک والي انډرو کومو دا برید کورنۍ ترهګري بللې.

هغه د یکشنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل، د توکم، پوټکي او عقیدې له مخې کرکه ټوله امریکايي ټولنه کې د سرطان په څېر زیاتېږي.

هغه وویل، چې په توکمیزې یا مذهبي انګېزې سره یا هم د کډوالو پرضد دا ډول بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

"موږ به د دې زهرو خورېدو ته اجازه ور نه کړو، هیڅوک دا هېواد ماتولی نه شي، خو خپله دا هېواد ځان ماتولی شي".