د کرسمس ورځ په انځورونو کې

د خپرېدو وخت

له اسټرالیا نیولې بیا تر امریکا پورې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې عیسویان نن د زېږدیز کال یوه تر ټولو سپېڅلې ورځ، یعنې کرسمس لمانځي. دلته یې د تصویر په بڼه ځینې مراسم ونیو.

پېښور، پاکستان

د پېښور په سنټ جونز کلیسا کې د کرسمس مراسم لمانځل کېږي. عیسویان د پاکستاني نفوس نژدې ۱۶ سلنه وګړي دي او دا وروستیو کې پرې په دغه هېواد کې د ځینې نورو لږکیو په څېر خونړي بریدونه شوي دي.

کولمبو شریلانکا

د شري لنکا عیسوي ماشومان له هغو دریو کلیساوو نه په یوه کې د ایسټر سنډې په مذهبي مراسمو کې شامل دي، چې دا وروستیو کې پکې ځانمرګو بریدونو کې ۵۴ کسان وژل شوي وو او نژدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي وو.

ابوظبي متحده عربي امارات

یوه ښځه په سنټ جوزف کلیسا کې د مراسمو ترڅ کې شمعې بلوي. په متحدو عربي اماراتو کې ګڼ عیسويان مېشت دي، چې پنځه سلنه پکې فلپینیان دي.

هنويي ویتنام

د ویتنام پلازمېنه کې یوه ښځه د سنټ جوزف کلیسا بهر سلفي تصویر اخلي.

پاریس، فرانسه

پاریس کې ځايي بشپ فلپ ماسټ په یوه ځايي کلیسا کې د مراسمو مشري کوي. د دغه ښار په نوتردام کلیسا کې تېرو ۲۰۰ کلونو کې لومړی ځل د دې مراسمو مېلمستیا ځکه نه وه، چې اپریل میاشت کې دغه کلیسا کې اورلګېدلی و.

ممباسا، کینیا

خرطوم، سودان

د سودان پلازمېنې خرطوم کې د کرسمس ځانګړي مراسم په ځايي سنټ ماتهیو کلیسا کې تر سره شول.

بیت لحم، فلسطین

د فلسطین په لویدیځه غاړه کې د کرسمس مراسم په هغه ځای کې ولمانځل شول، چې د انجیل له مخې عیسی علیه السلام پکې زېږېدلی دی.

ویټیکن سټي

د کرسمس په مناسبت خپله اوومه کلنیزه وینا کې پوپ فرانسس وايي، ''خدای زموږ له خورا بدو کسانو سره هم مینه کوي. '' د نوموړي وینا د عیسوي کلیسا یو شمېر رسواییو ته د اشارې په توګه شمېرل کېږي.

حلب، سوریه

د جګړه ځپلې سوریې په یوه کلیسا کې د کرسمس مراسم ولمانځل شول. د سوریې عیسویان د نړۍ نورو پرتله خورا پخواني بلل کېږي.

بغداد، عراق

د عراق عیسویان په دغه هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو سره هممهاله د کرسمس مراسم لمانځي، چې تېر اکتوبر کې پیل شوې دي. ویل کېږي په ۲۰۰۳ کال کې دغه هېواد کې د عیسویانو شمېر نژدې یو نیم میلیون و، چې اوس دوه نیم سوه زره هلته پاتې دي.

سډني، اسټرالیا

اسټرالیا کې کرسمس داسې حال کې لمانځل کېږي چې پر لومړي وزیر سکاټ مورېسن په هېواد کې د پراخې اور لګېدنې پر مهال هوايي کې د رخصتیو تېرولو له کبله نیوکې کېږي.

د ټولو تصویرونو د کارولو حق خوندي دی.