"د پاکستان د پوځي ویاند خبرې عدالت ته سپکاوي کې راتلی شي"

د عکس سرچینه، ISPR
د پاکستان د وکیلانو شورا یا بار کونسل وايي، د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د محاکمې په هکله د دغه هېواد د پوځ د ویاند څرګندونې غندي او ردوي.
د دې شورا مشر شیر محمد خان او مرستیال مشر امجد شاه ویلي، د تورنجنرال اصف غفور هغه څرګندونې ردوي چې پکې د پروېز مشرف په هکله د اسلام اباد د یوې خصوصي محکمې پر پرېکړه نیوکه شوې ده.
اصف غفور تېره ورځ د مشرف اړوند د محکمې پرېکړې ته په اشاره وویل، د څه اندېښنه چې وه، اوس سمه ثابته شوه:
"جنرال پروېز مشرف غدار نه دی، د پاکستان پوځ د دې خصوصي محکمې د پرېکړې له امله سخت غمجن، غوسه او تشویش کې دی".
د نوموړي په ځواب کې بار کونسل وايي، زموږ پخه رایه دا ده چې د پوځ د عامه اړیکو د ویاند څرګندونې د قانون ښکاره خلاف ورزي ده او عدالت ته سپکاوی بلل کېدی شي.
دوی زیاتوي، که تورنجنرال غفور وايي، چې د مشرف خلاف پرېکړه کې نمیګړتیا ده، قانوني لار دې غوره کړي، دا نیمګړتیا دې په ګوته کړي او عدلي ادارو کې دې عریضه وکړي:
"خو کوم انداز سره چې د پوځ یو چارواکی د محکمې پر پرېکړه نیوکه کوي، دا ترې اخیستل کېږي چې ټولې هېوادنۍ ادارې د پوځ تر لاس لاندې دي، حکم یې پرې چلېږي او د محکمې په ګډون د کومې ادارې عزت نشته".
په بیان کې زیاته شوې چې مرکزي حکومت، وزیران یې، لوی څارنوال او قانوني سلاکاران چې کوم چلن کوي دا ترې ښکاري چې واکمن ګوند د پوځ په واسطه په قدرت ناست دی او دا اداره ملک چلوي او په دې دلیل د محکمې پر پرېکړه نیوکې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې اصف غفور نه یوازې پر وروستۍ پرېکړه نیوکه کړې بلکې دا یې هم ویلي چې پروېز مشرف ته د اعدام سزا له اورولو وروسته رامنځ ته شوي حالت په هکله د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ترمنځ سلا مشوره او څو مهمې پرېکړې شوې چې حکومت به یې اعلان کړي.
خبري غونډې ته یې وینا کې دا هم وویل، چې د ملک او ادارې عزت او درنښت په هره بیه ساتي.
د پوځ ویاند د مشرف اړوند پرېکړه کې کارېدلې کلیمې د انسانیت، مذهب، کلتور او ټولو ارزښتونو خلاف وبللې:
"د پاکستان پوځ منظمه اداره ده، د هېواد د سلامتیا لپاره او دفاع لپاره یې د ځان قربانولو سوګند کړی دی".
د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد د پخواني پوځي مشر جنرال مشرف پر ضد د اعدام سزا بشپړه پرېکړه د پنجشنبې په ورځ خپره کړې.
د دې محکمې په درې قاضیانو کې یوه ویلي، چارواکو ته که د مشرف مړی هم په لاس ورشي، نو د اسلام اباد پر ډي څلورلارې دې يې تر درې ورځو پورې را وځړوي.
د سېټ وقار او شاهد کریم په نامه دوه قاضیانو جنرال مشرف د خیانت او اساسي قانون ماتولو په جرم پړ بللی، خو دریم قاضي نذر اکبر له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.
د مشرف غبرګون

د عکس سرچینه، JOHN MOORE
تردې وړاندې پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د هغه ضد د دغې پرېکړې لامل شخصي دښمني بللې او تور يې پورې کړی، چې قاضیانو له خپله واکه ناوړه ګټه اخیستې ده.
دا د پاکستان په تاریخ لومړی ځل دی چې کوم پوځي مشر ته دومره لویه سزا اورول کېږي، خو په ورته وخت کې ډېری لاهم په دې باوري دي، چې د پخواني پوځي مشر ضد دغه پرېکړه به عملي نه شي.


















