تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چیلي پوځي الوتکه له ۳۸ سپرلیو سره 'تریتم شوې'
د چیلي هوايي ځواکونه وايي، د دغه هېواد یوه پوځي الوتکه، چې ۳۸ کسان پکې سپاره وو، انټارکټیکا ته پر لاره تریتم شوې ده.
د چیلي پوځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سي- ۱۳۰ هېرکولس ترانسپورتي الوتکه له پونټا نه پر سیمه ییز وخت ۱۶:۵۵ بجې پورته شوې چې یوه ګړۍ وروسته له هوايي ډګره اړیکه ورسره پرې شوې ده.
په تريتم شویو کې د الوتکې ۱۷ کسیزه عمله او ۲۱ مسافر دي، چې لوجستیک توکي یې لېږدول.
د چیلي هوايي ځواکونو ویلي، د ورکې شوې الوتکې او تريتم شویو کسانو پلټنې او د ژغورنې عملیات رون دي.
د اي اېف اي خبري اژانس د رپوټ له مخې، په ورکو شویو کې درې ولسي وګړي دي.
چارواکو ویلي، الوتکه د چیلي فرییې مونټالوا هوايي ډګر ته پر لار وه چې په کیننګ جورج ټاپو کې تريتم شوه.
د چیلي ولسمشر سباستین پینیرا په یوه ټوېټ کې ویلي، په دې پېښه یې "ټکان" خوړلی او د پلازمېنې سنتیاګو له سریلوس هوايي ډګره وضعیت څاري.