تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې امنیتي ځواکونو څلور ښځې د ترهګرۍ په تور نیولې دي
د پاکستان بلوچستان ایالت یوې محکمې څلور نیول شوې بلوڅې ښځې زندان ته استولې دي. ځايي پولیس ادعا کوي چې دغه ښځې د بلوچ ازادۍ جبهې او بلوچ ازادۍ پوځ نومې بېلتون پالو ډلو سره اړیکې لري او وسله والو ته یې اسانتیاوې چمتو کولې.
پرون په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي وو، چې د ځايي خلکو له شکایت وروسته د بلوچستان اواران سیمه کې دغه ښځې پولیسو او ملېشه ځواک په یوه شریکه چاپه کې نیولې وې. ادعا کېږي چې له دې ښځو سره د لاسي بمونو په ګډون سپکه وسله هم نیول شوې.
د نیول شویو ښځو هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي. اواران کې د ترهګرۍ ضد محکمې اوس ویلي، د پولیسو ځايي مرکز کې د ښځینه و توقیف ځای نشته، ځکه باید نیول شوې ښځې خضدار زندان ته واستول شي او هلته ترې پوښتنې ګروېږنې وشي.
بل لور ته د بلوڅ بشري حقونو سازمان چارواکي ادعا کوي چې دغه ښځې له کورونو ایستل شوې، یوه شپه په توقیف کې ساتل شوې او وروسته ملېشه ځواک ته سپارل شوې دي.
په کوټه کې د دغه تنظیم مشرې بي بي ګل یوې خبري غونډې ته وینا کې وویل، امنیتي ځواکونه د بلوچستان تر ټولو وروسته پاتې سیمه اواران کې د خلکو کورونو ته ننوتي او په زور یې دغه ښځې له ځان سره بیولې دي.
د یادونې ده چې په دغه سیمه کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پوځي عملیات روان دي. د بلوڅ ازادۍ جبهې مشر الله نذر د همدې سیمې دی.
له دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د نوموړي مېرمن نیول شوې، خو وروسته د صوبې اعلی وزیر ثناالله زهري په امر خوشې شوې وه.