د الوتکې د عملې پټه ژبه چې موږ پرې نه پوهېږو

جہاز

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, بیت بلېیر
    • دنده, فريلانس رپورټر
  • د خپرېدو وخت

کله الوتکه کې تللي یاست، د الوتکو د خدمتګارو پټه ژبه مو اورېدلې، پر هغه څه مو د پوهېدلو هڅه کړې چې دوی یې سره وايي.

کله چې وايي: کراس چېک یا ال کال نو مطلب یې څه دی. کله چې الوتکه جټکه خوري، نو دوی خپلو کې جمپ سېټ وايي، دوی پراشوټ پراخول غواړي که څه؟

کراس چیک او کراس چیک مکمل

د الوتکي له تلو مخکې عمله باید کراس چېک وکړي، چې د دروازې بشپړ بندیدو ته وايي.

ځینې وخت تاسو اورئ چې دروازې وسلوالې شوې او کراس چېک بشپړ شوی دی.

د وسلوالېدو مطلب دا دی چې بېړني حالت کې د خوندیتوب دروازې پرانیستل شي.

ځینې الوتکو کې دا خبره له مساپرو سره شریکېږي او ځینو کې نه.

ال کال

جہاز کا دروازہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الوتکې عمله له الوت مخکې دروازې ارمډ یا وسلوالوي.

د کراس چېک پر مهال د ال کال خبره هم اورېدل کېږي او مطلب دا دی چې د عملې کسان د الوتکې مختلفو برخو کې ولاړ دي او ټول د انټرکام په وسیله له یو بل سره د کانفرنس کال په ډول اړیکه کې دي.

جمپ سېټ

جمت سېټ هغو سېټونو ته وايي، چې عمله د الوتکې د پورته کېدو او کوزېدو پر مهال او کله چې الوتکه جټکه خوري، هملته وي.

کله چې دوی له سېټ پورته شي څوکۍ خپله بندېږي.

بلک هېډ

فلائیٹ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فضايي څانګه کې الوتکې ته اله وايي.

بلک هېډ یا تور سری د الوتکې د ټټۍ یا تشناب او سېټونو ترمنځ دېوال ته وايي. ځینې خلک دا ځای ځکه خوښوي چې پښې پکې ازادې غځولی شي.

ایکسټېنډز

د الوتکې د پورته کېدو یا کوزېدو پرمهال مساپر باید ملابند یا ټپاره وتړي، خو چاغ کسان چې عادي پټاره پکې تنګه وي، نو ایکسټېنډز ورته برابرېږي چې پکې خوندي وي.

سپنر

که مساپر وروستیو شېبو کې الوتکې ته خېږي، د څوکۍ موندلو لپاره یو بل خوا ګوري، نو عمله دا وايي چې کیبن کې یو سپنر دی، شاته کومه څوکۍ شته که نه.

ډیمو

سیٹ بیلٹ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الوتکې پورته کېدو او کوزېدو پرمهال پټۍ یا ملابند تړل پکار دي.

ډیمو د ډیمانسټرېشن لنډیز دی؛ هغه لارښوونې دي چې د الوتکې پروته کېدو مخکې یې خدمتګاران سپرلۍ ته وايي، چې پکې د پټارې بندول، د هوا وسایلو او نورو کارول په عملي بڼه ور ښيي.

ډیډ هېډ

ډیډ هېډ یا مړ سری هغه کس ته وايي چې دنده کې وي، خو د مساپر په ډول سفر کوي. که کوم کس ناروغېږي، نو دا مړسری بیا د هغه ځای نیسي.

رېډ ای

رېډ ای یا سور سترګی هغه کس ته وايي، چې د شپې الوت کوي. دې شفټ ته عمله د هدیرې شفټ هم وايي.

خو کومه عمله چې الوتکه کې یې وخت ډېر تېر وي دا شېفټ ځکه خوښوي چې مساپر ویده وي او دوی د ګپ شپ وخت لري.

ایکیوپمنټ یا الات

ایئر ہوسٹس

د عکس سرچینه، Getty Images

د ځینې نامالومو دلیلونو له مخې فضايي څانګه کې الوتکې ته ایکیوپمنټ وايي. کله چې دا غږ واورئ( ایکیوپمنټ لکس ګونډ) یانې اله ښه کاري، نو مطلب دا دی چې الوتکه کومه تخنیکي ستونزه نه لري.

که دا واورئ، ځنډېږو وسیله مو بدلول غواړی، نو دا مالومېږي چې الوتکه کې ستونزه ده باید بدله شي.

رنرز

که تاسو د رنرز یا ځغاستونکو کلیمه واورئ، نو مطلب دا دی چې له بلې الوتکې راتلونکي مساپر په ځنډ را رسېږي.

کله چې دوی دا خبره کوي، مطلب یې دا وي چې د دې راتلونکو مساپرو سره سامان اېښودو کې مرسته وشي او ژر سېټونو ته ورسول شي، چې الوت ونه ځنډېږي.

خو دا یادول هم پکار دي چې ځینې هوايي کرښې د رنرز لپاره انتظار کوي، خو په ځینو دومره مهرباني نه کوي.

ځینې غږونه

ڈیمو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له الوتکې پورته کېدو مخکې مساپرو ته لارښوونې.

مساپر په دې پوهېدل غواړي چې د الوت پرمهال ډول ډول غږونه د څه وي. خو دې کې ځینې غږونه د مساپرو د خبرولو لپاره وي.

کله چې الوتکه لس زره فوټه لوړو ته ورسېږي، نو یو خوږ غږ واورېدل شي.

ځینې وخت د دې غږ مطلب دا وي چې الوتکه له سخت موسم سره مخ ده او ړچېدلی هم شي.

کال بټن

جہاز کا عملہ

کله تاسو د ټلۍ غږ اورئ، هغه په اصل کې د کال بټن کارولو نه پیدا کېږي.

ځینې عملیه دې بټن ته بد بټن هم وايي، ځکه ځینې مساپر یې بې ځایه کاروي.

دا بټن هغه مهال ټیک دی چې د مساپر له لاس د خوراک څښاک څه وغورځي.

د دې بټن ادابو کې له مساپر تمه کېږي چې له عملې تر هغه بیا څه ونه غواړي چې د نورې سپرلۍ کوربتوب یې کړی نه وي.

هغه میندې پلرونه چې بچیان ور سره وي، دا سپارښت ورته کېږي چې کال بټن لوبتوکی نه دی.