موټر کې له ګرمۍ د مړه شویو ماشومانو مور په وژنه تورنه شوه

د خپرېدو وخت

په اسټرالیا کې یوه مور ځکه په وژنه تورنه شوه چې دوې ماشومانې یې په تاوده موټر کې مړه وموندل شول. پېښه د شنبې په ورځ کوینزلنډ کې شوې او کله چې پولیسو ماشومان وموندل وارله مخه مړه شوي ول. ماشومانې یوه او دوه کلنې وې او دا معلومه نه ده چې څومره وخت په موټر کې پاتې وې.

یوه پولیس افسر ویلي، په دواړو ماشومانو کې داسې نښې وې چې ډېر حرارت کې پاتې شوي ول.

هغه مهال چې دوی په موټر کې وموندلې شوې په نژدې برېسبن ښار کې حرارت نژدې ۳۱ سانټي ګرېد و.

د ماشومانو مور ۲۷ کلنه کېري ان کانلي لومړنۍ ښځه ده چې په کوینزلنډ کې د قانون تر بدلون وروسته په وژنه تورنه کېږي.

په وروستیو کې د کوینزلنډ ایالت په قانون کې د قتل تعریف کې "د انسان د ژوند پر وړاندې بې تفاوتي او لاپروايي" هم ځای شو.

اې بي سي رپوټ ورکړی چې د مخدره توکو په لرلو هم تورنه شوې.