د نازي مشرتابه اړوندو توکو پر لیلامۍ نیوکې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
اروپا کې د یهودانو اتحادیې 'اې جې اي ' په جرمني کې پر هغه لیلامۍ نیوکې کړې چې د اډولف هټلر خولۍ او د هغه د ملګرې اېوار براون کالي پکې پلور ته وړاندې کېږي.
دغه ټولنه وايي، پلور ته وړاندې کېدونکي څېزونه تاریخي اهمیت نه لري او په وینا یې هغه کسان به یې اخلي چې نازي ایزم ستايي.
دوی د جرمني په میونیخ کې له هیرمان هیسټوریکا نومې لیلامۍ ادارې غوښتي چې دغه لړۍ له مخکې تلو ودروي.
ویل کېږي د هټلر ژوند لیک 'ماین کمپ 'یو ټوک چې پښتۍ یې په سپینو زرو کې نغښتې هم پلور ته وړاندې کېږي. د یهودانو ټولنې مشر ربي میناچیم جرمني سیاستوالو ته په یوه پرانیستي لیک کې کښلي چې دغه لیلامي به د هغو کسانو لپاره یو فرصت شي، چې 'له نازیانو سره خواږي لري، عقیدت ورته ښيي او ستاینه یې کوي. ''
نوموړی وايي، ''دا غیر قانوني چاره نه ده، چې څوک د نازیانو اړوند توکي پلوري یا یې رانیسي، خو له اخلاقي پلوه دا سمه چاره نه ده. ''
بل لور ته د لیلامۍ ادارې مشر بیرنهارډ پاچیر ډي پي اي خبري اژانس ته وویل:
''زموږ ډېری مشتریان، موزیمونه، دولتي ادارې یا داسې کسان دي چې له دغسې توکو سره خورا ډېر احتیاط کوي. ''
نوموړی زیاتوي ''داسې خورا سخت اصول به ټاکل کېږي چې د ناسمو خلکو لاس ته د دغو څېزونو ورتلو مخنیوی وشي. ''
هغه نور شیان چې په دغه لیلامۍ کې شامل دي، د هټلر په لاس لیکل شوی یو لیک، د سیګار یو قطعی چې له سپینو زرو چمتو شوی او په میونیخ کې د یوه اپارتمان کرایه لیک شامل دي.
دغسې ټولټال ۱۴۷ توکي چې ډېری پکې له ۱۹۱۹ راهیسې د جرمني تاریخ اړوند دي، د دغه دور له نژدې ۸۰۰ نورو تاریخي توکو سره یو ځای پلور ته وړاندې کېږي.


















