"که مو رایه راکړه، د غاښونو معاینه به مو وړیا وي"

Dental check-up

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انګلنډ کې دا مهال د غاښونو عادي معاینې لپاره باید وګړي فیس ورکړي
د خپرېدو وخت

په برتانیا کې به د راتلونکې دسمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه ټولټاکنې کېږي او لویو سیاسي ګوندونو وار د مخه کمپایني ژمنې پیل کړې دي. کارګر ګوند په خپله وروستۍ ژمنه کې ویلي، که راتلونکی حکومت د دوی شو نو په انګلنډ کې به هر کس حق ولري چې د غاښونو معاینه یې په وړیا وشي

اوس مهال په انګلنډ کې د عادي معاینې یا ساده درملنې، لکه په ماشین د غاښونو مینځل او اېکسرې اخیستل د پیسو یا فیس په بدل کې کېږي.

داسې باور شته چې د همدې فیس له کبله- چې څه باندې ۲۲ پاونډه دی- ډېری خلک د غاښونو معاینې ته زړه نه ښه کوي.

د دې پایله دا کېږي چې ډېر کله د خلکو غاښونه خراب شوي وي او دوی ترې خبر هم نه وي او بلاخره دې ته اړ کېږي چې غاښ وباسي او یا یې هم ګرانبیه درملنه وکړي.

د غاښونو ډاکټرانو ټولنې د دې ژمنې هرکلی کړی، خو دا یې هم ویلي چې په برتانیا کې د غاښونو ډاکټران کم دي او باید چې راتلونکی حکومت دې ستونزې ته هم حل ومومي.

Dentists

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، داسې باور شته چې ډېری کسان د فیس له کبله د غاښونو معاینې ته زړه نه ښه کوي

د کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن ویلي، دا لومړی ګام دی او راتلونکي کې به د غاښونو هر ډول درملنه وړیا وي.

د عامې روغتیا په برخه کې د انګلنډ قوانین په وېلز، سکاټلنډ او شمالي ایرلنډ کې نه پلې کېږي او که دا نوی قانون تصویب هم شي نو ګټه به یې یوازې د انګلنډ خلکو ته رسېږي.

په وېلز او شمالي ایرلنډ کې د غاښونو د عادي معاینې لپاره ناروغان باید فیس ورکړي، خو په سکاټلنډ کې دا چاره وار د مخه وړیا ده.

انګلنډ کې هم هغه کسان چې بې وزله دي، یا میندوارې ښځې، یا هغه کسان چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي او د پوهنتون محصلین هم د غاښونو د معاینې لپاره فیس نه ورکوي.