تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بولیویا: پولیس د ولسمشر له مخالفو مظاهره کوونکو سره یو ځای شوي
د بولیویا ځینې ښارونو کې پولیس له هغو مظاهره کوونکو سره ملګري شوي چې په ناندریزو ولسمشرۍ ټاکنو کې د اوسني ولسمشر ایو مورالیس د بیا انتخاب پر ضد احتجاج کوي.
ولسمشر مورالیس چې د بولیویا لومړنی ځايي مشر دی، پر اپوزېسیون تور پورې کوي چې له واکه د لېرې کولو لپاره یې هڅې کوي.
خو بل لور ته د دغه هېواد د دفاع وزیر وايي، د پولیسو سرغړونې کابو کولو لپاره د پوځیانو استولو هېڅ پلان نه لري.
د ښاغلي مورالیس پر ضد له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې احتجاجونه روان دي او مظاهره کوونکي پر نوموړي تور پورې کوي چې د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو په خاطر یې په ټاکنو کې لاسوهنه کړې.
خو ښاغلی مورالیس چې په لاتین امریکا کې تر ټولو ډېر وخت په واک کې پاتې شوی، هر ډول ناسمه کړنه ردوي او له استعفا کولو انکاري کوي.
د جمعې پر ورځ لومړی ځل د مظاهره کوونکو په لیکو کې ګڼ پولیسان هم لیدل شوي دي، خو کره شمېر یې معلوم نه دی. په ځینو ښارونو کې پولیس د هغو مظاهره کوونکو تر څنګ لیدل شوي، چې مخکې ورسره لاس او ګرېوان شوي وو.
په رسمي جامو کې یو شمېر پولیسو له ځايي رسنیو کې له ولسمشر مورالیس وغوښتل چې استعفا وکړي.
دوی وايي، په کیوبا او وینزویلا کې به د ولسمشر متحدینو په څېر نوموړی نه پرېږدي چې بولیویا کې هم دکتاتوري نظام رامنځته کړي. بولیویا کې د تېر اکتوبر د ۲۰ له ولسمشریزو ټاکنو راهیسې د مظاهرو او احتجاجونو لړۍ روانه ده.