تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډاکټرانو د ماشوم تر ټټر ختلی پېچ تاو څنګه وایست؟
د پاکستان کراچۍ ښار کې یوه لس کلن ماشوم محمد ارسلان له پېچ تاو یا پېچ کس سره لوبې کولې چې دغه تېره اوسپنیز پېچ تاو یې زړه ته نژدې تر ټټر وخوت. رپوټونو کې ویل شوي، د سیمې دریو روغتونونو د ماشوم له سینې د پېچ تاو ایستل له وسه بهر وبلل او ماما یې محمد یعقوب وايي، د ورځې له ۱۲ د ماخوستن تر نهو بجو یې ټپي ماشوم پر یوه بل روغتون ګرځاوه.
وروسته دغه ماشوم د زړه ناروغیو درملنې ملي مرکز د ماشومانو څانګې ته لېږدول شوی، چې د ډاکټر سهیل خان بنګښ په خبره د ټیلیفون له لارې د پېښې پر څرنګوالي له خبرېدو وروسته یې پرېکړه وکړه، چې باید خپله دغه پیچلي جراحي عملیات وکړي:
''پېچ تاو له زړه لږ پورته نښتی و، دا سخته وه، چې معلومه کړو، ټټر له کوم لوري باید پرانیستل شي، چې د لاس له رسېدو مخکې پېچ تاو حرکت و نه کړي، ځکه په داسې حالت کې شیریانونو ته د زیان رسېدو وېره موجوده وه او له همدې کبله مو ان ناروغ ښورولای هم نه شوای. ''
ډاکټر بنګښ وايي، ماشوم ته د بې هوښۍ درملو ورکولو تر څنګ د هغه یو سږی هم ویده کړل شو او له یوه لوري یې ساه اخیسته، چې پایله کې یې له دوو ساعتو عملیاتو وروسته یې په خورا سوکه ډول د پیچ تاو کنټرول ترلاسه کړ او د ماشوم له ټټره وایستل شو.
د ډاکټر بنګښ همکاره پروفیسره انجم پټېل وايي، د دغه پیچلي او نازک عملیات بریا ځکه شونې شوه، چې په دغه اداره کې د اړتیا وړ اسانتیاوې شته او د روغتون مسوولین له مخکې تیارسئ حالت کې وو. نوموړې ډاکټره وايي، په دغه اداره کې ټول خدمتونه وړیا دي او که د دې ماشوم درملنه په کوم شخصي روغتون کې شوې واي نژدې پنځه لکه روپۍ لګښت به یې درلود.