پېلوسي: ټرمپ د سوریې په اړه غونډه کې سخت په غوسه شو

د خپرېدو وخت

د امریکا د ولسي جرګې مشره نانسي پلوسي وايي، د سوریې په هکله له کانګرېس مشرانو سره غونډه کې د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعصاب له لاسه ور کړل.

خو وروسته مېرمن پلوسي دا غونډه پرېښوده او د یوه ډیموکراټ وکیل چک شومر په خبره، غونډه ډیموکراټو وکیلانو له هغه وروسته پرېښوده چې ټرمپ نوموړې دریم درجه سیاستواله وبلله.

خپله ولسمشر ټرمپ هم له یوه ټوېټ سره د نانسي پلوسي انځور خپور کړی دی، چې هلته خپله مېرمن پلوسي غوسه ښکاري.

له بلې خوا د امریکا ولسي جرګې جمهوریپالو او ډیموکراټانو په ګډ بیان کې له سوریې د دغه هېواد د ځواکونو د اېستلو په هکله د ټرمپ پرېکړه وغندله.

د ولسي جرګي ۳۵۴ وکیلانو د دې پرېکړه لیک په ملاتړ او ۶۰ یې په مخالفت رایه ور کړه او دې برخه کې یې د حکومت سیاست ناسم وباله.

د ولسي جرګې ډېری غړي د ډیموکراټ ګوند دي، خو په اوسنۍ بیانیه کې د ولسمشر ټرمپ د جمهوریپال ګوند له ۱۲۰ ډېرو غړو هم د ټرمپ ضد رایه ور کړې ده.

د ټرمپ غبرګون

د ولسي جرګې دا پرېکړه د ښاغلي ټرمپ له سخت غوسه ناک غبرګون سره مخ شوه.

هغه خپل ټوېټ کې لیکلي، یوازنی کس یم چې د امریکايي پوځیانو د امنیت لپاره مبارزه کوم او له بې پایه او مسخره يي جنګ یې خلاصوم.

نوموړي دا هم ویلي چې کوردان هم پرښتې نه دي.

د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر د سوریې له کورد مېشتو سیمو د څو سوو امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه وکړه.

د امریکا په پرېکړه پسې ترکیې دغه سیمه کې د کورد ځواکونو پرضد په دې پلمه عملیات پیل کړل چې غواړي امن سیمه رامنځ ته کړي.

د ترکیې دا ګام له پراخ نړیوال غبرګون سره مخ دی او وېره ده چې ولسي خلک به وکړېږي او له کو ردانو سره بندي داعش وسلوال به وتښتي.

په دا مهال د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو انکرې ته ورسېدل.

دوی له ترک چارواکو غواړي چې سوریه کې خپل عملیات وځنډوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم یوه لیک کې له ترک سیال رجب طیب اردوغان غوښتي چې سوریه کې حماقت ونه کړي.

هغه ګواښ کړی چې که ترکیه دا عملیات ونه دروي، اقتصاد به یې له منځه لاړ شي.

د سوریې د انساني حقونو څار مرکز او المیادین شبکه وايي، د سوریې پوځ د روسي ځواکونو په ملتیا د دغه هېواد شمال کې کوباني ښار ته ننوت.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس هم رپوټوي چې سوریايي ځواکونه کوباني ته ننوتل.

له دې لږ مخکې رقه ښار ته هم د سوریايي ځواکونو د ننوتلو خبره وشوه.

د سوریې رقه ښار د اسلامي دولت یا داعش د واک او ځواک په اوج کې د دې ډلې یو مهم مرکز و.

کوباني ښار هم د کورد او داعش وسلوالو ترمنځ د جګړې مهم ډګر پاتې شوی دی.

هغه مهال له کورد ځواکونو سره د امریکا ملاتړ و.