نوی زېږېدلی ماشوم دوه سرونه لري

د پاکستان په سند ایالت کې یو غیر عادي ماشوم زېږېدلی چې تنه یې یوه، خو سرونه یې دوه دي. د سند ایالت ډګړي سیمې اوسېدونکې فوزیه کهوسو نومې مېرمن دغه ماشوم زېږولی دی. رپوټونو کې ویل شوي مور او ماشوم دا مهال د درملنې لپاره روغتون کې دي.
د دغه ماشوم پلار علي مراد کهوسو په اړه ویل کېږي چې مزدوري کوي او له واده وروسته یې دا لومړنی اولاد دی. نوموړی وايي، د نوي زېږېدلي ماشوم وزن درې نیم کیلو دی او د خپلې مور شېدې رووي.
علي مراد وايي، د مېندوارۍ پر مهال یې مېرمنې معاینات کړي وو او هغه مهال ډاکټرانو ویل، د ماشوم ملا یو څه راوتلې ده، خو له زېږېدو وروسته به ښه شي.
علي مراد وايي، د ماشوم زېږېدو پر مهال روغتیاپالانو ورته وویل، چې جراحي عملیات به کېږي، ځکه د ماشوم د ملا تېر لوی شوی دی او دوی ورسره ومنله، خو د عملیاتو پایله کې د ماشوم له زېږېدو وروسته معلومه شوه، چې د ماشوم تن یو او سرونه دوه دي.

کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، له دغه ښاره ۲۷۰ کیلومتره لرې د دوو سرونو درلودونکي ماشوم لیدو ته خلک ورځي. ویل کېږي د ماشوم له دوو سرونو پرته نور ټول بدن غړي د یوه عادي انسان په څېر دي.
علي مراد وايي، د ماشوم لیدو ته ځینې ورتلونکي خلک دعا کوي، چې انشاالله ژوندی به پاتې شي، خو ځینې بیا د ده پر وړاندې حیراني څرګندوي.
ماهرین وايي، په سلو زرو زېږېدلو ماشومان کې احتمالاً دغه ډول یو ماشوم زېږېدلای شي. ماهرین وايي، د مور په رحم کې د ماشوم وده له بیضې سره تر څنګ پیلېږي، چې پر دوو برخو یې د وېشل کېدو له کبله غبرګوني ماشومان زېږي.
ځینې مهال بیا داسې کېږي چې خلیه یا ژوڼکه په دوو برخو نه وېشل کېږي، یوه برخه یې وچه پاتې شي، وده نه کوي، چې پایله کې یې زېږېدلي ماشومان له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخېږي.


















