عمران خان: د طالبانو پر ضد امریکا سره مرسته زموږ لویه تېروتنه وه

عمران

د عکس سرچینه، PM Office

د عکس تشریح، عمران خان وایي، پاکستان باید په افغان جګړه کې نه وای ښکېل شوی
د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دوشنبې پر ورځ په امریکا کې په یوه څېړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال وویل، د افغان طالبانو پر ضد له امریکا سره مرسته کول او په دې جګړه کې ور ښکېلېدل د پاکستان یوه لویه تېروتنه وه. جالبه دا ده چې عمران خان دا څرګندونې له امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره له خپلې لیدنې یوازې څو ګړۍ وړاندې وکړې.

د بهرنیو اړیکو کونسل په نامه څېړنیزې ادارې سره په ناسته کې عمران خان وویل، د پاکستان استخباراتي شبکې ای ایس ایس د القاعده ډلې د وسلوالو په ګډون ټول هغه وسلوال روزلي، چې د ده په خبره په افغانستان کې يې جګړه کړې.

په دې مرکه کې له عمران خانه د اېبټ اباد ښارګوټي د هغې پېښې په هکله هم پوښتنه وشوه، چې پکې امریکايي ځواکونو د القاعده شبکې بنسټګر اسامه بن لادن وواژه. لومړی وزیر خان يې په ځواب کې وايي

"هلته پلټنې وشوې او د اېبټ اباد کمیسیون جوړ شو. ماته يې پايلې نه دي مالومي. خو زه تاسې ته باید ووایم. ګورئ! زه لږ شاته ځم. د پاکستان پوځ او ای اېس ای القاعده او ټولې دغه ډلې په افغانستان کې د جنګېدو لپاره روزلې دي. نو د دوی ترمنځ اړیکې وې، ځکه چې دوی د ای اېس ای لخوا روزل شوي وو".

بن لادن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان یو ځل بیا ومنله چې د پاکستان پوځ پخوا له القاعدې سره اړیکې درلودې

خو د ښاغلي خان په خبره د ۱۱م سپټمبر تر پېښې وروسته کله چې پاکستان د دې ډلو پر ضد عملیات پېل کړل، ان په پوځ کې دننه هم ټول په دې موافق نه وو.

لومړي وزیر خان د اسامه بن لادن د پېښې په تړاو همدې پوښتنې په ځواب کې وايي، لوړپوړي پاکستاني چارواکي خبر نه وو، چې اسامه بن لادن اېبټ اباد کې اوسېده.

پاکستاني چارواکي که څه هم تر یوولسم سېپټمبر وړاندې د دوی د استخباراتو او وسلوالو ترمنځ اړیکې مني، خو تر هغه وروسته ورسره هر ډول اړیکې ردوي.