سپینه ماڼۍ: که بریدونه دوام ولري طالبانو سره د سولې پر تړون خبرې نه کوو

د خپرېدو وخت

سپینې ماڼۍ پرون سه شنبه په یوه اعلامیه کې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خولې ویلي، که طالبان د کابل او پروان په څېر بریدونو ته دوام ورکړي نو ولسمشر ټرمپ به ورسره د سولې خبرو ته چمتو نشي. دغه اعلامیه په کابل او پروان کې د پرونیو بریدونو په غبرګون کې خپره شوې، چې طالبانو یې مسئولیت منلی و او شاوخوا ۵۰ کسان پکې وژل شوي وو.

په اعلامیه کې راغلي چې متحده ایالات په پروان او کابل کې کې د افغانانو پر ضد ډارن بریدونه، چې ښځې او ماشومان پکې وژل شوي، غندي.

سپینه ماڼۍ له طالبانو سره د سولې د خبرو د نه کولو موضوع داسې حال کې یادوي چې ولسمشر ټرمپ وار د مخه دوه اوونۍ وړاندې له دې ډلې سره د سولې خبرې ځنډولې وې.

ولسمشر ټرمپ هغه مهال ویلي وو، دا پرېکړه یې وروسته له هغه وکړه چې طالبانو په کابل کې خپل یو ځانمرګي برید کې د یو امریکایي په ګډون ۱۲ کسان ووژل.

خو د ولسمشر ټرمپ له دې اعلان وروسته ګڼو شنونکو ټینګار کاوه چې افغان جګړه یوازې له طالبانو سره د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

پخپله د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېرعباس ستانکزي هم پرون سه شنبه له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ وغوښتل چې له دوی سره د افغان سولې خبرې بیا پیل کړي.

عباس ستانکزي وویل، د امریکا له لوري ور سره شوي وروستي هوکړه لیک ته لا ژمن دي او له لاسلیکېدو وروسته به له امریکايي لوري سره اوربند هم اعلان شي.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن چارشنبه تورخم کې خبریالانو ته وویل، دی به راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ویني او ورته به وايي چې د افغان سولې لپاره طالبانو سره خبرې بېرته پېل کړي.

عمران خان وویل، پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې خپل ټول رول لوبولی او د ده په ټکیو طالب استازي يې تر قطر ور ورسول او دغه رول يې امریکا هم مني.

د سولې د خبرو یو بل اړخ، یعنی افغان حکومت ټینګار کوي چې د اوس لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې ورته مهمې دي او راتلونکی حکومت به یه یوه پیاوړي دریځه له طالبانو سره د سولې په اړه مذاکرات کوي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتیرش او په دغه ټولنه کې د ګڼو هېوادونو استازو هم په کابل او پروان کې د سه شنبې ورځې بریدونه غندلي دي.

په دغو دوو بریدونو کې چې مسوولیت طالبانو منلی نږدې پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د پروان برید په ټاکنیزو هڅو تر ټولو خونړی دی، چې تراوسه کېږي.