برتانوي د ۱۰۰ پونډه جرمانې ختمولو لپاره ۳۰ زره نور ولګول

کیډویل په محکمه کې ډېرې پیسې ولګولې

د عکس سرچینه، Richard Keedwell

د عکس تشریح، کیډویل په محکمه کې ډېرې پیسې ولګولې
د خپرېدو وخت

یوه ۷۱ کلن برتانوي سړي د ۱۰۰ پونډو جرمانې په اعتراض او د "عدالت" لپاره په قضايي مبارزه کې ۳۰ زره نور پونډه لګولي دي. ریچرډ کیډویل ویلي "نیمګړي قضايي سیستم درې کلنې مبارزې او د خپلې شتمنۍ ډېرې برې لګولو ته اړ کړ."

ویل کېږي د ترافیکو د څار کامرو په هغه سیمه کې چې د ۳۰ میله واټن وهلو اجازه وه، په تېروتنې د هغه د ګاډي چټکي په یوه ساعت کې ۳۵ میله ثبت کړې ده.

کیډویل چې یو متقاعد انجنیر دی، باوري دی چې په یوه ساعت کې یې د ګاډي چټکي تر ۳۰ میله نه ده اوښتې او حیران په دې شو چې له سفر څو ورځې وروسته ورته د ترافیکو د مخالفت خبرداری ورکړل شو.

کیډویل زیاتوي، قانون یې نه دی مات کړی بلکې د یوه الکترونیکي انجنیر ملګري په واسطه محکمې ته وویل چې ښايي د یوه څېرمه موټر سرعت یې په غلطۍ د ده د موټر په سرعت پسې لیکلي وي.

خو نوموړي استیناف قضیه وبایلله، ده داسې انګېرله چې ګني قضیه ختمه شوه، خو ټیک درې کاله یې دوام وکړ او ۳۰ زره پونډه لګښت پرې راغی.

۲۱ زره پونډه یې وکیلانو او اوه زره نور یې د محکمې او سفر لګښت شو.

کیډویل دا هم وايي د "ګناه" احساس یې کړی؛ ځکه چې کورنۍ یې له لاسه ورکړه او دې قضیې یې اندېښنه ډېره کړې ده:

"له دغه ټول نظامه د ستومانۍ احساس کوم چې عام خلک تر ستوني تېروي. افسوس په هغو پیسو چې زما له لاسه ووتلې، ما غوښتل انصاف راسره وشي."