ښځه په داسې کور کې چې ټول له ځیګځیګیو ډک دی

د عکس سرچینه، PAULA GARNER
یوې ښځې چې خپل او د مور کور یې له ژغورلیو ځیګځیګیو ډک کړی وايي، نور یې نه شي ساتلی.
پاولا ګانر د برتانیا په یوه سیمه کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ازغنو ژویو نرسه ده.
هغه وايي دا مهال تر اتیا ځیګځیګي ور سره دي او نور تر پوزې راغلې ده.
د نامالومې ناروغۍ او تودې هوا سره د دې کور ته د ځیګځیګیو تګ ډېر شو.
مېرمن ګانر وايي د ژغورلو عملیات یې پنځه کاله مخکې هغه مهال پیل کړل چې مور یې له چنجیو ډک ځیګځیګی وموند، خو د هغه د درملنې لپاره کوم روغتیايي مرکز نه و.
د څارویو ځايي ډاکټر دا ور ښودلي چې ځنګه د ژویو رغېدو کې مرسته وکړي او بېرته یې روغ کړي.
کله چې هغې په دې تړاو فیسبوک کې تبصره وکړه، نو ډېرو خلکو د درملنې لپاره ناروغ ځیګځیګي ور وړل.
اوس د هغې کور له رغېدلیو ځیګځیګو ډک دی او په ګاونډي کلي کې د خپلې مور کور هم د دا ډول ځیګځیګیو د درملنې لپاره کاروي.

د عکس سرچینه، PAULA GARNER
هغه زیاتوي چې نامالومه ناروغي ځوان ځیګځیګي وژني او دې چارې خپله دا او ژوپوهان ګنس کړي دي:
"ډېرې ازموینې وشوې، خو بیا هم هېواد او فرانسه کې دا ژوي مړه کېږي".
تېر کال د یوه رپوټ له مخې برتانیا کې د ځیګځیګیو شمېر تر پنځوس سلنې کم شوی دی.
مېرمن ګارنر چې د ژغورنې عملیات کوي، له داوطلبو غواړي چې ځنګل ته د ځیګځیګو تر پرېښودلو مخکې دا ژوي ښه تیار کړي.
نوموړې خپل کور کې له ځیګځیګیو تر پوزې راغلې، خو لاسنیوي یې نه پرېږدي او غوړي په اوږدمهال کې ځای ورته کرایه کړي.


















