'د سوریې ادلب کې له اعلان شوي اوربند سره سره امریکا ګڼ شمېر کسان وژلي'

د خپرېدو وخت

د سوریې په شمال لویدیځ کې د اوربند له پيله چې روسیې یې اعلان کړی و، څو ساعته نه و تېر شوي چې د امریکايي ځواکونو یوه برید ګڼ شمېر کسان ووژل شول.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، په دې برید کې د القاعده ډلې اړوند یو مرکز په نښه کړل شوی دی. خو لا نه ده معلومه چې دا برید الوتکې کړی او که له کومې لېرې سیمې په توغندي شوی دی.

پنټاګون ویلي، دغې ډلې امریکایي وګړي، د امریکا متحدین او ملکي وګړي په نښه کول.

په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو سازمان وايي، په دې برید کې د حراس الدین، انصار التوحید او له دوی سره د متحدو ډلو لږ تر لږه ۴۰ مشران وژل شوي دي. دا مشران ادلب ښار ته څېرمه د وسله والو ډلو په یوه روزن ځای کې راټول شوي وو. حراس الدین او انصار التوحید هغه ډلې دي چې د شام د ازادۍ اتحاد ترڅنګ چې پخوا د جبهة النصرة په نوم یادېدله فعالیت کوي.

د پوځي چاروکو پوه فیض الدویري وايي، حراس الدین شاوخوا یو زر او اته سوه وسله وال لري چې د سوریایانو ترڅنګ د فلسطین او اردن اتباع هم په کې غړیتوب لري او مشري ابوهمام الشامي کوي او انصار التوحید ډله شاوخوا درې نیم سوه وسله والو لري.

دی وايي، دا برید د کره استخباراتي معلوماتو له مخې شوې او امریکا د شوي اوربند په مراعات کولو د دومره ګڼ شمېر کسانو چې اکثره یې مشران دي په نښه کولو چانس له لاسه نه ورکاوه.

دا دوېیم ځل دی چې په ادلب او شاوخوا سیمو کې اوربند اعلان شوی، له تېر اپریل میاشتې راهیسې د روسیې د هوايي ځواکونو په ملاتړ حکومتي ځواکونو د ادلب د نیولو لپاره عملیات پراخ کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې سلګونه زره کسان له دغې سیمې وتلي او د عملیاتو له پراخولو راپه دې خوا لږ تر لږه پنځه سوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ادلب ولایت د وسله والو مخالفینو وروستی تم ځآی بلل کیږي او نږدې درې میلیونه وګړي په کې ژوند کوي.