د سوریې ادلب کې د روسيې له لوري يو اړخيز اعلان شوى اوربند پلی شو

د عکس سرچینه، SYRIA CIVIL DEFENCE VIA REUTERS
د سوري ادليب ښار کې چې د سوري ياغيانو د ولکې سيمه ده د روسيې له لوري يو اړخيز اعلان شوى اوربند پلي شوى.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دا یو اړخیز اوربند د سهار له شپږو بجو راپیل شو.
د اپریل میاشتې راهیسې د ادلب ښار د نیولو لپاره د سوریې دولتي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی وو.
ملګري ملتونه وايي، له ادلب ښار څخه سلګونه کورنۍ تښتېدلي او شاوخوا ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.
په ادلب کې کابو درې میلیونه خلک اوسیږي.
په دې سیمه کې د جګړې د درولو هڅې بریالۍ شوې نه وې.
د اوربند اعلان يوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راځي چې د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همغاړې کوونکي مارک لوکاک پر امنيت شورا غږ وکړ چې ادليب کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره اغېزناک اقدام وکړي.
د هغه په وینا د مشروط اوربند له ماتې وروسته، سلګونه زره خلکو سیمه پریښې او څو ښارونه له خاورو سره خاورې شوي دي.
د سوريې حکومتي ځواکونو له تېر اپرېل راهيسې د ادليب د نيولو لپاره پر دغې سيمې پوځي عمليات پياوړي کړي وو.
د جګړې له توندېدو راهيسې تر اوسه سلګونه زرو کسانو دا سيمه پرېښي او لږ تر لږه ٥٠٠ ملکي وګړي هلته وژل شوي دي.
د ادليب اوسېدونکى عبدالکريم ارنوس وايي: "انسانيت نه دى پاتې، دا لکه د قيامت ورځ ده."
د سوریې د حالاتو څارونکي وايي، د جمعې په ورځ یوازې د معره النعمان له ښاره د ۷۰۰۰ ترمنځ ۹۰۰۰ تښتېدلي دي.
ادليب کې چې بشارالاسد د رژيم ضد وسله والو مرکز بلل کېږي، د جګړې د ودرولو مخکينۍ هڅې بريالۍ نه وې.
د جمعې په ورځ د سوریې - ترکیې پر پوله په بهبهوهه کې د ملکي وګړو د نښتو راپورونه ورکړل شول.

د عکس سرچینه، AFP
ادلب د سوریې په شمال کې موقعیت لري هغه ځای چې د جهادیانو وروستۍ سنګر دی څوک چې د ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د راپرځولو پرضد مبارزه کوي.
د ادلب استان سیمه د بشارالاسد د مخالفینو په لاس کې ده.
د روسيې له لوري د يو اړخېز اوربند له اعلان وړاندې د ترکيې د پوله ساتو او سوري احتجيانو ترمنځ د اخ و ډب رپوټونه خپاره شول.
ترکي پوله ساتو د سوري احتجاجيانو د خورولو لپاره چې پر تړل شوې پولې راغونډ شوي وو، هوايي ډزې وکړي.
احتجاجيانو له ترکيې غوښتل چې پرادلېب د سوري ځواکونو د عملياتو چې روسيه يې ملاتو کوي مخنيوى وکړي.
د ادليب يو بل اوسېدونکى احمد الريا وايي: "نه پوهېږم چې په سوريه کې به څه پېښ شي. موږ له خداى مرسته غواړو."




















