ورځپاڼو: سعودۍ ښځې اوس له محرم پرته پاسپورټ اخیستلی او سفر کولی شي

سعودي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سعودي عربستان کې اوس بالغې ښځې کولاى شي ازاد سفر وکړي او پر لا ډېرو کورنيو مسايلو واک ولري.
د خپرېدو وخت

عرب نيوز ورځپاڼه وايي سعودي عربستان کې هغه قانون چې ښځو ته پرته له نارينه محرم د سفر يا پاسپورت اخيستو اجازه ورکوي له تېرې ورځې پلی شو.

دغه قانون تېره مياشت د پراخو سمونونو په لړ کې د يوه شاهي فرمان له لارې اعلان شو او بالغې ښځې اوس کولاى شي چې ازاد سفر وکړي او پر لا ډېرو کورنيو مسايلو واک ولري.

گارډين ورځپاڼې د افغان سولې په تړاو خپاره کړي يوه مطلب کې ليکلي، د سولې ناسم تړون گډوډۍ د افغانستان د بېرته ستنېدو په مانا کېداى شي. ورځپاڼې د ښځو د مدافع ډلو په وينا ويلي چې د افغان حکومت او ولس له ښکېلېدا پرته د امريکا او طالبانو د سولې تړون نشي بريالى کېداى.

د ښځو د غږ ټولنې بنسټ اېښونکې ثريا پاکزاد ورځپاڼې ته ويلي داسې يو تړون سره چې په تړاو يې سمې خبرې نه وې شوې، د افغانانو سم استازيتوب په کې شوى نه وي او د ترهگرۍ ضد يوه څرگنده تگلاره يې په پام کې نه وي نو د تېرو اتلسو کلونو برياوې له خطر سره مخامخولى شي.

ورځپاڼه وايي د ښځو د حقونو ډلې ويره لري چې د ټاکنو بيا ځنډېدل او يا لغوه کېدل به د یوه ډېموکراتيک حکومت نه بلکې د يوه امارتي حکومت بېرته ستنېدو ته لار پرانيزي.

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سولې ناسم تړون گډوډۍ ته د افغانستان د بېرته ستنېدو په مانا کېداى شي

امريکايۍ يو. اس. ای ټودې ورځپاڼې ليکلي چې ښځې طالبانو سره د ولسمشر ټرمپ د ادارې معاملې په تړاو سخته ويره لري.

ورځپاڼه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو سره د هغوى چلند ته اشاره کوي او وايي اوسمهال له هغه وخت سره په څرگند توپير کې څه د پاسه درې نيم ميليون نجونۍ لومړني او منځني ښونځيو ته ځي.

١٠٠ زره نورې په پوهنتونو کې شامل شوې او ميليونونو په خپل ژوند کې په لومړي ځل رايه ورکړې.

٨٥ زره ښځې اوس د ښوونکو، روغتيا پالانو او د قانون پلي کوونکو په توگه دندې تر سره کوي.

همدا راز پارلمان کې شل سلنه ښځې دي.

ورځپاڼه وايي که ولسمشر ټرمپ د امريکايي سرتېرو په بېرته ستنیدو کې بېړه وکړي او داسې يو تړون ومني چې تله يې طالبانو لور ته درنه وي نو دا ټول له خطر سره مخامخوي.

ورځپاڼې د بشري حقونو د څار ادارې غړې حیدر بار څرگندونې راخيستې چې وايي افغانې مېرمنې دې ته په پام سره چې واک ته د طالبانو بيا رسېدو نه څه رادبره شي سخت ويرېدلي دي.

خو طالبانو بيا بيا ويلي چې اسلامي اصولو سره سم به ښځو ته د هغوى حقونه ورکول کېږي، خو بيا ځينې دا پوښتنه را پورته کوي چې د ښځو اسلامي حقونو نه به د طالبانو تفسير څه وي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانوويلي چې د اسلامي اصولو سره سم به ښځو ته د هغوى حقونه ورکول کېږي

نيويارک ټايمز افغانستان کې د داعش پراخېدونکي حضور ته په اشاره وايي، سره له دې چې طالبان او امريکا د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر يوې معاملې ته سره نژدې شوي، اسلامې دولت نومې ډله په ډاگه کوي چې که د سولې کوم تړون کېږي نو دوى تاوتريخجن ورانکاري په توگه ميراث وړو ته تيار دي.

ورځپاڼه وايي د تېرې شنبې بريد چې کابل کې يې د یوه واده ٦٣ گډونوال ووژل دا پيغام جوت کړ.

ورځپاڼه وايي داعش افغانستان لپاره اوږد مهالى خطر دى چې امريکا او افغان حکومت يې په تړاو اندېښمن دي.

ورځپاڼه وايي که امريکا په بېړه وتلو سره يوه تشه تر شا پرېږدي نو دا ډله به لا ستره شي.

ورځپاڼې د مسلم دوست په نامه د يوۀ وگړي خبرې راخيستې چې افغانستان کې د داعش په جوړولو کې يې لاس درلود مسلم دوست اوس له دغې ډلې وتلى او ادعا يي کړې چې د پاکستان پوځ او استخبارات پکې ور گډ شوي دي.