تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له مړي د یونیفورم ایستلو لپاره قبر وسپړل شو
لویدیځه کینیا کې چارواکو د هغه سړي مړی بېرته له قبره را ایستلی، چې رسمي یونیفورم کې خاورو ته سپارل شوی و. دوی له مړي د یونیفورم یا رسمي دریشۍ ایستلو لپاره د هغه قبر بېرته پرانیستی.
مارټن شیکوکو الوکویي نومي سړی د کاکامیګا نومې سیمې د ځوانانو خدمت سازمان په یونیفورم کې له ډوبېدو وروسته مړ شوی و.
چارواکو وروسته د نوموړي کورنۍ له مخالفت سره سره د هغه مړی له قبره بېرته وایست چې اغوستی یونیفورم ترې وکاږي. د مړي تره وايي، ( چارواکو د ځمکې قانون او زموږ د نیکونو اصول تر پښو لاندې کړي دي.) فرانسس موتمبا نومېږي ډیلي نېشن نومې ورځپاڼې ته وايي:
''موږ ځايي چارواکي په دې تړاو خبر کړي وو او دوی په دې اړه هېڅ اعتراض نه درلود چې مړی دې له رسمي یونیفورم سره خاورو ته وسپارل شي. ''
د مړي کورنۍ وايي، دوی د مړي بېرته راایستلو سره مخالفت وکړ، خو په خبره یې چارواکو د دوی له خوښې او د محکمې له اجازې پرته مړی له قبره راوایست.
د سیمې قومي مشر مرستیال دانیل نمايي د چارواکو دغه کړنه غندلې او محکمې ته د تلو یې کړی دی.
نوموړي د نېشن ډيلي ته ویلي:
''که یو ځل مړی خاورو ته وسپارل شي، بېرته باید د محکمې له ځانګړي امر پرته بېرته و نه ایستل شي، ځو ځايي چارواکو د یونیفورم بېرته اخیستلو لپاره ناروا لاره غوره کړې ده. ''
د ابانګونیا قبیلې مخورو هم د ځايي چارواکو دغه کړنه غندلې او دا یې د دود دستور خلاف چاره بللې ده. ویل کېږي له وروستیو مراسمو وروسته دغه مړی روانه اونۍ له نوي کفن سره بېرته خاورو ته سپارل شوی دی.